یونان کي درې زره کاله پخواني شاهي قبرونه موندل شوي

یونان کې لرغونپوهانو دوه داسې شاهي قبرونه موندلې چې له دریو زرو کلونو ډېره مخینه لري.

په دې قبرونو کې ګاڼې او د انسان په لاس جوړې الې هم موندل شوې دي.

دې شیانو کې پر طلايي دړو د غوايي داسې انځور کښل شوی چې شاوخوا یې د وربشو وږي دي او هم د مصري الهو نقش موندل شوی دي.

امریکايي پوهان وايي، دا موندنې د دوه زره مخزېږد( قبل المیلاد) لومړیو کې د مسیانو- د کډوال یوناني قام- د سوداګرۍ او کلتور د پیلېدو په هکله تازه مالومات برابروي.

دا قبرونه د یونان سوېل ته د پلوپونزي په پیلوس سیمه کې د مسو یا برنزو زمانې اړوند یوې ماڼۍ ته نږدې موندل شوي دي.

دا قبرونه له یوه مهم قبر یا زیارت لږ لرې پیدا شوي، چې پر ۲۰۱۵ کال موندل شوی و او د ښار د یوه واکمن قبر ښکاري.

د یونان د کلتور وزارت بیانیه کې راغلي، د دواړو قبرونو ګونبزي یا ګونبدي بام لرغونې زمانه کې غورځېدلی او د دې سبب شوی چې غله نه ور ننوځي.

د سنسیناټي پوهنتون څېړنډله له ۱۸ میاشتو ډېر وخت راهیسې دغه سیمه کې پر کندنو او د موندل شویو توکو پر ډلبندۍ بوخته ده.

د سنسیناټي پوهنتون د لرغونپوهنې پوهنځي مشر جک ډیویس وايي، موندل شویو کې د سرو کړۍ ده چې غویی د وربشو له وږیو سره پرې لیدل کېږي:

"دا به له قبلا المیلاد د درې زره کاله پخوانۍ مدیترانې د ژوند د حالت په هکله تازه مالومات برابر کړي".

د هغه په خبره، دا د مالدارۍ جالبه نښه ده، څاروي له داسې غلې دانې سره چې د کرنې بنسټ دی.

قبرونو کې له دېوالونو بېلې شوې د زرپاڼو( د طلايي پاڼو) نازکې ټوټې هم موندل شوې دي.

پر ۲۰۱۵ کال هم لرغونپوهانو دې ځای ته نږدې د یوه لوړپوړي سړي قبر وموند.

په قبر کې د حکاکي شوې اسطوره یی کتبیه موندلو سره یې دا ګور د ګریفین وریر وباله.

دې قبر کې هم زغره، وسله، سره او ګاڼې وې.