تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایتیوپیا کې "هېر شوی" ښار موندل شوی
د ایتیوپیا ختیځ کې یوې ډلې لرغون پېژندونکو یو هېر کړل شوی ښار کشف کړی چې د اټکل له مخې پر لسمې زیږدیزې پېړۍ پورې اړه لري.
ویل کېږي چې دغه ښار په هارلا سیمه کې د هغه وخت یو سوداګریز او د راکړې ورکړې لوی مرکز و او هلته اوس د مصر، هند او چین لاس جوړ توکي موندل شوي.
همداشان، لرغون پېژندونکو په دې ښار کې د نولسمې پېړۍ یو اړوند جومات هم کشف کړی چې د تنزانیا د جنوب او د سومالیا جوماتونو ته ورته دی.
ددې پروژې مشرانو لرغون پېژاندو ویلي، نوی کشف په ډاګه کوي چې افریقا کې کې اسلامي ټولنې څومره د تاریخ په اوږدو کې سره نښلول شوې وې.
په پام کې ده چې راتلونکی کال په دې سیمه کې نورې کیندنې هم وشي. همدارنګه، یوه هدیره کې به د درو درو سوو مړو د پاتې شونو په اړه ازمیښت او څېړنه کېږي چې ایا دوی کوم ډول خواړه خوړل.