تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جنوبي افریقا کې ۷۳ زره کلن رسم موندل شوی
ساینس پوهانو سوېلي افریقا کې پر یوې کوچنۍ ډبرې کښل شوی رسم موندلی، چې وايي لرغونتوب یې ۷۳ زره کلونو ته رسېږي.
پر دغې ډبرې یوډول کرښې په سره رنګ رسم شوې، چې تر ډېره هشټګ # ته ورته دي.
ساینس پوهانو دا ډبره د سوېلي افریقا سمندر ته څېرمه بلومبوس غار کې موندلې ده.
دوی په خپل رپوټ کې، چې په "نیچر" خپرنۍ کې چاپ شوی، ویلي چې د پخوانیو انسانانو د پوهې د کیفیت څرنګوالی ښيي.
وړاندې لرغون پوهانو ډېرې لرغونۍ حکاکۍ موندلې وې، خو وايي پر ډبرې دغه رسم شوې کرښې د لرغونو هنرمندانو په لاس پر ډبره د "رنګین قلم" کارونې یوه بېلګه ګڼل کېدای شي.
انسانان لږترلږه له ۲۸۵ کلونو راهیسې له خټین رنګه ګټه اخلي.
ددې څېړنې یوه لرغون پوه کریسټوفر هنشیلووډ رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دا رسم ښايي په بشپړه بڼه لا ډېر پېچلی وي".
دی زیاتوي: "د ټولو کرښو دا ناڅاپي پایله ددې څرګندويي کوي چې هغه مهال رسم هم ډېر دود و."
ښاغلي هنشیلووډ چې د ناروې برګن او جنوبي افریقا ویتواټرزرند پوهنتونو کې کار کوي، د تازه څېړنډلې مشري کوله.
نوموړي رویټرز ته ویلي، که څه هم څېړنډله یې دغه رسم ته د هنري نوم ورکولو کې زړه -نازړه ده، خو "په ټینګار سره ویلی شو چې رسام ته یوه معنا لري."
د کیپ ټاون په ۳۰۰ کیلومترۍ کې ختیځ لوري ته بلومبوس غار کې ګڼ لرغوني اثار کشف شوي، چې مشهور یې په خټین سره رنګ پوښل شوي غمي او نور رسم شوي توکي دي، چې لرغونتوب یې کابو ۱۰۰ زره کلونو ته رسېږي.
اوسنی عاقل انسان چې په "هومو ساپین" معاصر پېژندل کېږي، اوسنۍ افریقا کې څه باندې ۳۱۵ زره کاله وړاندې په لومړي ځل راڅرګند شوی.