د مصر اقصر کې د موندل شویو مومیایي مړيو نندارتون

د مصر لرغون پوهانو د مومیايي مړو په ګډون ځینې کشف شوي لرغوني اثار نندارې ته وړاندې کړي. دا اثار د اقصر ولایت په دوو نویو قبرونو کې کشف شوي.

د مصر اقصر کې د لرغونو اثارو څېړونکو د نیل د ښار د دوو قبرونو چې مخکې پرې تحقیق شوی و، چې دلته د مومیايي مړو جسدونه او نور څیزونه موندل کېږي، نندارې ته وړاندې کړي.

د دې مومیايي مړي په هکله ويل کېږي چې ۳۵۰۰ کاله مخکې په مصر کې د شاهي سلطنت مشر و.

له دې قبر نه نور د لرګي نه جوړ شوي نقابونه، رنګینې رسامۍ او مجسمې هم تر لاسه شوي.

دا دوه قبرونه د اقصر ښار دراع ابوالنجا په سیمه کې دي چې دا ځای د عبادت ځایونو او هدېرو له وجې مشهور دی.

دا سیمه د پاچاهانو درې ته نژدې ده چې د لرغوني مصر ګڼ فرعونیان پکې خښ دي.

د مصر د لرغونو توکو وزارت وایي، د قبر دننه رنګینې نقاشۍ هم شته.

د ددغه هېواد د لرغونو توکو وزارت په خبره، دا قبر په ۹۰ لسیزه کې یو جرمني الاصله لرغونپوه پیدا کړی و، خو تر اوسه بند ساتل شوی و.

له قبر نه د موندل شوي مومیايي مړي پېژندنه اوس نه شي کېدای، خو د مصر د لرغونو توکو وزارت وایي دوه انګېرنې شته:

یوه دا چې دا مومیايي مړی د "جحوتي مس" دی هغه څوک چې نوم یې پر دېوال لیکل شوی ده او بله دا چې دا مړی به د "ماعت" نومی لیکوال دی چې نوم یې د خښ کېدو په ځای کې لیکل شوې

د وزارت په خبره، دویم قبر يې تر اوسه پوره نه دی کيندل شوی.

لرغون پېژندونکو په سپتمبر میاشت د یوه شاهي زرګر قبرهم موندلی و چې له هغه نه د يوې ښځې او دوو هلکانو مومیایي مړي ترلاسه شوي وو.

دا قبر له پلازمېنې قاهرې ۴۰۰ میله لرې په سوېل کې د نیل سیند پر ساحلي اقصر ښار کې دی، چې لرغونتوب یې له میلاد ۱۱ تر ۱۶ پېړیو رسېږي.

د مصر د لرغونو چارو وزارت وایي، د قبر له لاندېنۍ برخې نه یې دغه مومیایې مړي موندلي.

ویل شوي د دغو مومیايي مړو له ډلې د سړیو مړي سلامت او په ښه حالت کې دي.

د لرغونو اثار وزیر خالد العناني وایي، موږ د قبر دننه او د باندې د تدفین مطابق ډېر نور الات هم لیدلي، چې مومیایي شوي مړي، ځانګړي تابوتونه، د سړیو لپاره بېلابېل ماسکونه، قیمتي زیورات او مجسمې په کې شاملې دي.