تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سوېډن 'تاریخي' سلطنتي ګاڼې غلو پټې کړې
د سوېډن تاریخي سلطنتي ګاڼې د دوو کسانو له خوا غلا شوې دي. ویل کېږي دغه ګاڼې پلازمېنې سټاکهولم ته څېرمه له "سټرنیس سترې کلیسا" غلا شوې چې غلا کوونکي یې په انجڼي کښتوړۍ (انجڼ لرونکي قایق) کې تښتېدلي دي.
د سوېډن پولیسو په تښتول شویو ګاڼو پسې پراخه لټه پیل کړې ده.
د پولیسو ویاند ځايي رسنۍ ته ویلي، دا ناممکنه ده چې په غلا شويو ګاڼو قیمت کېښودل شي، ځکه دا د ملي ګټو ارزښتمنه برخه ده.
یادې ګاڼې چې دوه یې تاجونه او یو پکې باهو (کره) وو، د نهم کارل او ملیکې کریسټینا اړوند وو، چې په ۱۷ زېږدیزه پېړۍ کې یې پر سوېډن حکومت کاوه.
ځایي رسنیو ویلي، باهو او تاجونه پر ګرانبیه ډبرو، مرغلرو او د سرو زرو پر اوبو پسولل (تزیین) شوي وو.
د "سټرنیس ستره کلیسا" په ۱۲مه میلادي پېړۍ کې جوړه شوې ده.
شاهدانو ځايي رسنیو ته ویلي، د سې شنبې ماسپښین یې په ملارن جهیل کې په سپینه انجڼي کښتوړۍ کې دوه کسان ولیدل چې له کلیسا په تېښه وو.
ملارن جهیل د سوېډن له سترو جهیلونو دی.
لاندې مطلبونه لوستلی شئ