لېنزي ګرېهام: ټرمپ له افغانستانه د پوځيانو ایستل اعلانوي

غني او ګرېهام

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر غني له ښاغلي ګرېهام سره خبرو کې "د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیاتو ته په اشارې وویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ۹۰ سلنه نظامي عملیات کوي."

د امریکا د مشرانو جرګې یوه مخکښ غړي، لېنزي ګرېهام، کابل ته د سفر پر مهال ویلي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ ښايي په روانه اونۍ کې له دغه هېواده د یو شمېر ځواکونو د ایستلو اعلان وکړي، چې په وینا یې د وتلو دغه بهیر به ښايي د راتلونکي کال په لومړیو کې پیل شي.

نوموړي ویلي، کابل ته یې د سفر اصلي موخه د افغانستان د وضعیت ارزونه ده چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د مسوولیتونو د کمولو پر څرنګوالي بحث وکړي.

هغه رسنیو ته ویلي، چې په دې سره به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر شاوخوا اته- نیم زرو ته راکم شي، چې اوس څه باندې دوولس زره دی.

ښاغلي ګرېهام، چې په واکمن جمهوریپال ګوند کې د ولسمشر ټرمپ یو نژدې ملګری بلل کېږي، له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم کتلي او د امنیتي وضعیت او د سولې د هڅو په اړه ورسره غږېدلی دی.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر غني له ښاغلي ګرېهام سره خبرو کې "د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیاتو ته په اشارې وویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ۹۰ سلنه نظامي عملیات کوي."

ښاغلي ګرېهام ویلي، هیله یې دا ده، چې د سولې بهیر د تېرو اتلسو کلو د بریاوو له قرباني کېدو پرته بریالی شي.

ګرېهام او عبدالله

د عکس سرچینه، @DrabdullahCE

د عکس تشریح، ښاغلي عبدالله پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې یې د افغان ځواکونو پر بې پرېتوب ټینګار کړی او په وینا یې د شخصي سیاسي ګټو لپاره د هغوی کارول د ملي ګټو خلاف کار دی.

سناتور ګرېهام د افغان حکومت له اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره هم د افغانستان پر روان وضعیت غږېدلی دی.

ښاغلي عبدالله پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې یې د افغان ځواکونو پر بې پرېتوب ټینګار کړی او په وینا یې د شخصي سیاسي ګټو لپاره د هغوی کارول د ملي ګټو خلاف کار دی.

هغه په مزار شریف کې د نا اېل قوماندان نظام الدین قیصاري پر وړاندې تر سره شویو عملیاتو ته په اشاره ویلي، چې امنیتي او هوايي ځواکونه باید په ښارونو کې دا ډول و نه کارول شي او په خبره یې کېدای شي چې دغسې مسلې په سوله ییزه توګه اوارې شي.