ټرمپ: د پاکستان په مرسته او مشوره به له افغانستانه ووځو

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر ټرمپ وایي، پاکستان په افغانستان کې د میلیونونو کسانو ژوند ژغورلی شي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دوشنبه د جولای پر ۲۲مه نېټه واشنګټن کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو مشرانو د افغانستان پر روان سیاسي او امنیتي وضعیت هم خبرې کړې دي. ولسمشر ټرمپ ویلي، له پاکستان سره په سلا مشوره به امریکا خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.

ښاغلي ټرمپ سپینه ماڼۍ کې ور ټولو خبریالانو ته وویل، پاکستان کولی شي چې په افغانستان کې د میلیونونو کسانو ژوند وژغوري، او دا ځکه چې پاکستان په افغانستان کې تر بل هر هېواد ډېر نفوذ لري.

په ځواب کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل، حکومت یې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د امریکا د هلو ځلو بشپړ ملاتړ کوي.

لومړي وزیر عمران خان زیاته کړه، نړیوال تر بل هر وخته په افغانستان کې سولې ته نږدې شوي دي، او تمه یې وښوده چې طالبان به له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته وهڅوي.

نوموړي د ولسمشر ټرمپ د خبرو په تائید وویل چې د افغانستان جګړه هېڅ پوځ حل نه لري، او پوځي حل به د میلیونونو کسانو د وژل کېډو په معنی وي.

دا واشنګټن ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران لومړی رسمي سفر دی. واشنګتن ته د نوموړي تر رسېدو وړاندې هم اټکل و چې د دواړو مشرانو په کتنه کې به پر افغانستان خبرې کېږي.

په لومړیو کې داسې تمه کېدله چې د امریکا ولسمشر به په دې کتنه کې له پاکستانه په زغرده وغواړي چې د افغان سولې په بهیر کې پوره مرسته وکړي، او پر خپله خاوره د ورانکارو ځالې ختمې کړي.

خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر ډونلډ ټرمپ دوشنبه واشنګټن کې له لومړي وزیر عمران خان سر وکتل

خو د چارو شنونکي وایي، په سیمه کې وروستي پرمختګونه، په ځانګړې توګه له ایران سره روان سیاسي او پوځي جنجال ښایي د دې لامل شي چې ولسمشر ټرمپ نرمه لهجه وکاروي او له پاکستانه ډېرې غوښتنې ونکړي.

له عمران خان سره د پوځ مشر تګ په څه معنی؟

څېړونکی جهانګیر خټک وايي، امریکا ته د پاکستان د لومړي وزیر ترڅنګ د دې هېواد د ای اېس ای او پوځ مشرانو کمساری یوځای تګ دا هیله ټوکوي چې کیدای شي دا ځل پاکستان خپلې نوې ژمنې عملي کړي.

پاکستان

د عکس سرچینه، GOVT OF PAKISTAN

افغان حکومت واشنګټن ته د عمران خان د سفر په غبرګون کې ویلي، د پاکستان د لومړي وزیر لیدلوری دا دی چې یو باثباته، ډيموکراټ او سوله ییز افغانستان د پاکستان د ملي ګټو تامینونکی دی.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "له پاکستان سره زموږ وروستي بحثونه ګټور و".

خو نوموړی زیاتوي چې "تر اوسه د عمل په ډګر کې کوم ځانګړی بدلون نه تر سترګو کیږي".

"ترهګري د دواړو هېوادونو او نړۍ پروړاندې یو ریښتینی ګواښ دی. یوې معتبرې او د تایید وړ هوکړې ته رسېدا د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور جوړونې او د ډاډ پیدا کولو لپاره الزامي ده."

وړاندې نړیوالو رسنیو ویلي و چې امريکا ته د پاکستان د لومړي وزير عمران خان سفر وروسته له هغې شونى شو چې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د ټرمپ له زوم جارېد کوشنر سره خپل شخصي اړيکي وکارولې چې په پايله کې يې ښاغلي خان ته سپينې ماڼۍ ته د تلو بلنه ورکړل شوه. نړیوالو ورځپاڼو ویلي ښاغلي خان له محمد بن سلمان مننه کړې.

ټاکل شوې پاکستاني چارواکي هڅه وکړي چې واشنگټن له دوی سره خپلې مرستې او همکاري بيا له سره پيل کړي.

ویل کیږي د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سربېره بل هغه کس چې د دغه سفر شوني کېدو کې يې مرسته کړې سناتور لېندزي گراهم دى چې جنوري کې يې پاکستان ته سفر کړى و او د افغانستان او سيمې په تړاو د عمران خان ليد لوري اغېزمن کړى و.