'ډېره اسمعیل خان کې ځانمرګې بریدګرې پولیس وژلي'

د عکس سرچینه، ADIL WAQAR
د پاکستان په ډېره اسمعیل خان کې پر پاکستاني پولیسو په دوو جلا بریدونو کې لږترلږه اوه کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. پاکستاني طالبانو ویلي چې بریدیونه دوی کړي دي.
په لومړي برید کې د یکشبنې پر ورځ په وسلو سمبالو کسانو ډېره اسمعیل خان کې پر یوې پوستې برید کړی او دوه افسران یې وژلي دي.
وروسته یوې ځانمرګې بریدکوونکې له لومړي بریده د ور وړل شویو ټپیانو روغتون په دروازه کې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي او دوه نور پولیس یې وژلي دي، خو پاکستاني طالبانو ویلي، برید ښځې نه، بلکې سړي کړی دی.
د ډېره اسمعیل خان د پولیسو مشر سلیم ریاض بي بي سي ته وویل، برید د یکشنبې په ګهیځ لومړی د ډېره ټاون (کوټله سیدان کې) د پولیسو پر پوستې وشو.
دی وايي، کله چې په برید کې ټپي شوي پولیس روغتون ته یووړل شول، هلته یوې نقاب لرونکې ښځې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچوول.

د عکس سرچینه، ADIL WAQAR
نوموړی وايي، کله چې پولیس او ځايي چارواکي امبولانس ته ورنژدې شول، یادې ښځې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچوول.
سلیم ریاض وايي "د دوو افسرانو په ګډون په دویم برید کې پنځه کسان ووژل شول او د اوو پولیسو په ګډون ۲۴ نور کسان ټپیان شول."
د بریدونو مسؤولیت د پاکستاني طالبانو ډلې منلی دی، چې وايي هدف یې پولیس وو.
ددغې ډلې ویاند محمد خراساني ویلي، دا برید د تېرې جون میاشتې پر ۲۳مه، ډېره اسمعیل خان کې د طالبانو د یوه مشر د وژل کېدو د غچ اخیستو لپاره شوی.










