ډېورنډ کرښې ته څېرمه 'پاکستاني پوځیان او طالبان وژل شوي'

افغانستان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، افغان لوری وایي پاکستاني ځواکونو هڅه کوله پر پوله ازغن تار وغځوي چې افغان ځواکونو یې مخنیوی وکړ او له دې سره ترینګلتیا رامنځته شوه.

د کندهار ولایت امنیې قومندان تادین خان وايي، تېره ورځ د پاکستان پوله ساتو ځواکونو او طالبانو هممهاله د افغان پوله ساتو ځواکونو پر امنیتي پوستو چې د کندهار په تشکیل کې دنده ترسره کوي بریدونه کړي.

د کندهار امنیه قومندان وایي پاکستاني ځواکونو هڅه کوله د ډېورنډ کرښې اوږدو کې ازغن تار وغځوي چې افغان ځواکونو یې مخنیوی وکړ او له دې سره ترینګلتیا رامنځته شوه.

تادین خان وايي په دغې څو ساعته نښته کې څلور پاکستاني پوله ساتي ځواکونه او شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي. افغان لوری ادعا کوي چې د پاکستان دوه پوځي ګاډي هم په نښته کې ویجاړ شوي دي.

پاکستاني چارواکو په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

زابل
د عکس تشریح، زابل ولایت له پاکستان سره پر پوله پروت دی خو د کندهار ولایت په شان اوږده پوله ورسره نه لري.

بل لور ته افغان چارواکي وایې د زابل په شملزو ولسوالۍ کې د افغان او پاکستانیو پوله ساتو تر منځ ترینګلتیا پاي ته رسېدلې ده.

د راپورونو له مخې تېره ورځ د افغانستان پر خاوره د پاکستانیو پوله ساتو ځواکونو د توغول شویو توغندیو له کبله دوه کوچنیان مړه او څه باندي لس نور ملکیان ټپیان شول.

د زابل ولایتي شورا هم د دغه ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو تر منځ د څو ساعته نښتو خبره کوي او وایي وسله والو طالبانو سیمه کې د مخابراتي شبکو ستنې هم سوځولي دي.

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستاني ځواکونو وروستیو کې د ازغن تار غځولو پر سر څوڅو ځلې له افغان پوله ساتو ځواکونو سره نښته کړې.

تېره ورځ د زابل چارواکو وویل چې په شملزو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه کې شپږ امنیتي سرتېري وژل شوي.

وسله وال طالبان بیا وایي، چې د زابل سیوري ولسوالي یې تر لنډې جګړې وروسته نیولې ده، هغه ادعا چې د حکومت له خوا رد شوې.