قبایلي ضلعو کې د خیبر پښتونخوا پارلمان لپاره ټاکنې وشوې

د ویډیو تشریح، قبایلي ولسوالیو کې ټاکنې
    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

د خیبرپښتونخوا په قبایلي ولسوالیو کې نن شنبه د ایالتي اسمبلۍ لپاره ټاکنې ترسره شوې، چې تر ډېره پورې په ټولو ولسوالیو کې دغه ټاکنې په ښه امنیت کې ترسره شوې دي.

پخوانۍ قبایلي سیمې چې اوس د خیبرپښتونخوا ایالت برخه دي، تر ننیو ټاکنو وروسته به لومړی ځل په ایالتي اسمبلۍ کې خپل استازي ولري.

له ډيورنډ کرښې سره څېرمه قبایلي سیمې چې تېر کال پاکستان له خیبرپښتونخوا ایالت سره یو ځای کړې، تر نور پاکستان په کې یو کال وروسته د ایالتي اسمبلۍ ټاکنې ترسره شوې.

د خیبرپښتوخوا په شاوخوا ټولو قبایلي ولسوالیو کې نن د ټاکنو ورځ د وروستیو مالوماتو له مخې په امنیت تېره شوې او له ځايي وخت سره سم مازديګر پنځه بجې د رايو شمېرل پېل شوي دي.

د زر محمد په نامه یو سپين ږیری چې د خیبر په جمرود سیمه کې د رايې اچوونې مرکز مخې ته ولاړ وو، له بي بي سي سره خبرو کې يې ننیو ټاکنو ته په پام سره وویل، دوی 'اوس له تیارو راوتلي. '

فاټا

د پاکستان د ټاکنو کمیسيون په خبره په یادو قبایلي ولسوالیو کې د راجسټر شویو رايې اچوونکو شمېر ۲۸ لکه دی، چې په کې ۱۷ لکه نارینه او څه باندې ۱۱ لکه ښځينه رايې اچوونکې دي.

که څه هم د نارینه و پرتله په ننیو ټاکنو کې د ښځينه و د رايې اچوونې پر مرکزونو کې ګڼه ګوڼه کمه تر سترګو کېده، خو د زمان ګل په نامه یو کس بیا وايي، دوی مېرمنو ته هم د رايې اچوونې پوره پوره حق ورکړی.

د قبایليو ولسوالیو په دې ټاکنو کې په بېل بېل حوزو کې د اپوزیسيون او خپلواکو کاندیدانو له لوري پر واکمن ګوند تحریک انصاف تور پورې شوی، چې هغوی د دوی رایه اچوونکي په بېل بېل پلمو ځنډول، چې رايې و نه کاروي او د دوی تر کاندید څوک مخکې نه شي.

خو واکمن ګوند بیا دغه تورونه ناسم بولي.

ناهید اپریدۍ
د عکس تشریح، کاندیده ناهید اپریدۍ وايي، ښځو کې د سیاسي شعور بیدارۍ لپاره ټاکنو کې برخه اخلي

د عوامي نېشنل ګوند له لوري په جمرود سیمه کې کاندیده ناييد اپريدۍ بیا وايي، ټاکنو کمیسيون د رايې اچوونې مرکزو کې کامرې لګولې، ځکه ډېری ښځو رايې اچوونې ته رانغلې.

د قبایلي ولسوالیو په دې ټاکنو کې په ازادو کاندیدانو کې ځينې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان هم وو، چې په شخصي توګه يې په دې ټاکنو کې برخه اخیستې وه.

دې کاندیدانو بیا له وړاندې لا پر حکومت تور پورې کړی، چې دوی يې ان په ځينو سیمو کې کمپاین ته هم نه دي پرې ايښي.