"پاکستان قبایلي سیمې په پښتونخوا ورګډوي"
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
د پاکستان فدرالي کابينې د دغه هېواد د لومړي وزیر لخوا د قبایلي سیمو لپاره د جوړې شوې کمېټۍ پر وړاندیز د قبایلي سیمو په پښتونخوا کې د ګډېدو اعلان کړی او وايي، په راتلونکو پنځو کلونو کې به قبایلي سیمې په بشپړه ډول د پښتونخوا برخه شي.
د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د پنجشنبې په ورځ د کابینې تر غونډې وروسته له رسنوالو سره په خبرو کې وویل، تر ټولو لومړی کار به يې همدا وي، چې له قبایلي سیمو بې کوره شوې کورنۍ بېرته په خپلو سیمو کې ځای پر ځای کړي.
'' لومړنۍ ضرورت همدا دی، چې بې کوره شوي خلک بېرته خپلو سیمو ته لاړ شي او هلته امن راشي. دویم دا چې هلته د بیارغونې کار پېل شي، درېیم دا چې هلته د ښاروالیو ټاکنې وشي، څلورم دا چې هتله د پرمختګ لپاره یوه کمېټه جوړه شي چې پروژې پېل کړي. دا ټول هغه اړین ګامونه دي، خو د ایف سي آر قانون به د پارلیمان تر خوښې وروسته په سملاسي توګه پر رواج ایکټ بدل شي ''

د عکس سرچینه، .
د نوموړي په وینا د دغه نظام څارنه به هم قاضیان کوي او که څوک یې له پرېکړو ډاډه نه وي، کولای شي پېښور ستره محکمه کې استناف غوښتنه وکړي.
خیبر، مومند، کرمه، شمالي او سویلي وزیرستا، اورکزي او باجوړ هغه سیمې دي، چې قبایلي ایجنسۍ بلل کېږي او چارې یې مخامخ د پاکستان فدرالي حکومت سمبالوي.
لومړي وزیر محمد نوازشریف د کابینې غونډې ته وینا کې ویلي، د هېواد پر وسایلو د قبایلي سیمو خلک هم د نور ولس په څېر حق لري او د پاکستان له عاید نه باید د پاکستان تر کنترول لاندې، کشمېر، ګلګت بلتستان او قبایلي سیمو ته هم باید د دوی برخه ورکړل شي.
د پاکستان د فدرالي کابینې تر دغې پرېکړې سملاسي وروسته د قبایلي سیمو ځینو اوسېدونکو په پېښور کې د قبایلي سیمو په پښتونخوا پر ګډون ډولونه را وایستل، خوښي یې څرګنده کړه او اتڼونه یې وکړل.

د عکس سرچینه، .
د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف لخوا په ۲۰۱۵ کال کې په قبایلي سیمو کې د سمون یا اصلاحاتو لپاره د یوې کمېټۍ اعلان کړی و، چې همدغې کمېټۍ بیا په قبایلي سیمو کې تر سلاح مشورو وروسته څلور وړاندیزونه ورکړي و او په دغو څلورو کې یو هم د قبایلي سیمو په پښتونخوا کې د ګډون په اړه و.
که څه هم د پاکستان فدرالي حکومت د قبایلي سیمو په پښتونخوا کې د ګډون اعلان وکړ، خو دا چې د فدرالي حکومت لخوا به اوس پښتونخوا ته د قبایلي سیمو اضافي بودیجه هم ورکول کېږي که نه لا به هم ټوله پښتونخوا په زړې بودیجې چلېږي، ددې هيڅ یادوونه نه شته.
د ځينو کارپوهانو په باور د پاکستان واکمنو باید قبایلي سیمو کې د بیارغوونې له چارو وروسته د پښتونخوا برخه کړې وای او دا چې وروسته پاتې قبایلي سیمې يې پښتونخوا ته ورکړې، چې ښايي په دغه ایالت به لا نور بار جوړ شي.









