خوست کې د قبایلي سیمو مېشت کډوال کور ته ستنېدو کې له ستونزو سره مخامخ دي

۲۰۱۴ کال کې شمالي وزیرستان کې پاکستاني پوځیانو د ضرب عضب په نوم پوځي عملیات پیل کړل، چې پایله کې یې ګڼ شمېر ځايي اوسېدونکي له خپل کور کلي ووتل

د عکس سرچینه، GETTYIMAGES

د عکس تشریح، ۲۰۱۴ کال کې شمالي وزیرستان کې پاکستاني پوځیانو د ضرب عضب په نوم پوځي عملیات پیل کړل، چې پایله کې یې ګڼ شمېر ځايي اوسېدونکي له خپل کور کلي ووتل

پاکستاني چارواکو د وزیرستان هغو کډوالو ته چې د پاکستان پوځ د ضرب عضب نومي عملیاتو پایله کې د افغانستان خوست ولایت ته کوچېدلي وو، ویلي چې د تورخم له لارې پاکستان ته نه شي تلی.

کډوالو ته ویل شوي، چې دوی شمالي وزیرستان ته د غلام خان له لارې تلی شي.

خیبر ایجنسۍ قبایلي سیمه کې سرچینې وايي تورخم کې نژدې سل کورنیو ته اجازه نه ده ورکړل شوې، چې پاکستان ته ننوځي او دغه کډوال بېرته هغو پنډغالو ته ستانه شوي، چې افغانستان کې د دوی لپاره چمتو شوي وو.

کډوالو ته ویل شوي چې د تورخم له لارې پاکستان ته نه شي تلی
د عکس تشریح، کډوالو ته ویل شوي چې د تورخم له لارې پاکستان ته نه شي تلی

تېره اونۍ یو شمېر کډوال پاکستان ته له همدغې لارې ستانه شوي، خو له پرون راهیسې د قبایلي سیمې کډوالو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې د تورخم له لارې پاکستان ته لاړ شي.

پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

  • <paragraph> <link type="page"><caption> خوست کې ۱۳۰۰۰ وزيرستاني ماشومان واکسين شوي</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2014/06/140623_as_khost_waziristan_polio" platform="highweb"/></link></paragraph>
  • <paragraph> <link type="page"><caption> وزیرستان: درې سوه زره کسان له کور کلي وتلي دي</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/pokhtonkhwa/2014/06/140622_ns_wazirestan_diplaced" platform="highweb"/></link></paragraph>

په خوست کې د قبایلي سیمې یوه کډوال وویل دوی ته ویل شوي، چې ګڼ شمېر کډوال د تورخم له لارې پاکستان ته ستانه شوي، خو اوس ورته ویل کېږي، چې دوی کولای شي د غلام خان له لارې خپلو سیمو ته ستانه شي.

د شمالي وزیرستان ګڼ شمېر اوسېدونکي د پوځي عملیاتو بهیر کې له خپلو سیمو ووتل

د عکس سرچینه، GETTYIMAGES

د عکس تشریح، د شمالي وزیرستان ګڼ شمېر اوسېدونکي د پوځي عملیاتو بهیر کې له خپلو سیمو ووتل

د نوموړي په وینا دوی له پاکستاني چارواکو سره په دې اړه خبرې کړې، خو تر اوسه کوم څرګند ځواب نه دی ورکړل شوی.

پاکستان حکومت د کډوالو بېرته ستنولو لپاره اعلانونه کړي وو، خو اوس د سیمې خلک وايي د دوی په ستنېدو کې خنډونه اچول کېږي.

  • <paragraph> <link type="page"><caption> کډه پر سر وزيرستانيان</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/multimedia/2014/06/140620_as_waziristan_displace_pics" platform="highweb"/></link></paragraph>

په افغانستان کې د شمالي وزیرستان کډوالو بي بي سي ته ویلي، چې افغان حکومت ورسره ډېره مرسته کړې، خو په وینا یې په افغانستان کې ژمی راتلونکی دی او دوی له دې کبله له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

۲۰۱۴ کال کې شمالي وزیرستان کې پاکستاني پوځیانو د ضرب عضب په نوم پوځي عملیات پیل کړل، چې پایله کې یې ګڼ شمېر ځايي اوسېدونکي له خپل کور کلي ووتل او یو لسګونه زره یې د افغانستان خوست ولایت ته کډوال شوي وو.