اسراییل په کال کې درېیم ځل ټاکنې کوي

اسراییل

د عکس سرچینه، Reuters

د ایتلافي حکومت جوړولو کې د اسراییلي ګوندونو له پاتې راتلو وروسته دا په یو کال کې درېیم ځل دی چې په دغه هېواد کې ټاکنې کېږي.

اوس تمه ده چې قانون جوړوونکي د مارچ درېیمه د ټاکنو ورځو اعلان کړي.

د لیکود ګوند مشر او د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو او د سپین او اسماني منځلاري ګوند بي ګانتس د سپټمبر میاشتې ټاکنو کې اکثریت ونه ګاټه.

له هغه راهیسې دوی یو هم د اکثریت ایتلافي حکومت په جوړولو بریالي نه شول او د ملي وحدمت حکومت په جوړېدو کې هم پاتې راغلل.

سپین او ابي ګوند تېرو ټاکنو کې ۳۳ او لیکود ګوند ۳۲ څوکۍ وګټلې.

کنست یا د اسراییل پارلمان ۱۲۰ څوکۍ لري او حکومت جوړېډو ته ۶۱ څوکۍ پکار دي.

د اکثریت ایتلافي حکومت جوړېدو کې دواړه ګوندونه پاتې راغلل او ولسمشر روون ریولین ترې وغوښتل چې ملي وحدت حکومت جوړ کړي.

خو د واک په وېش او دا چې څوک لومړی وزیر شي هوکړې ته ونه رسېدل.

د اسراییل لوی څارنوال میاشت مخکې نتنیاهو د بډو، چلوټو او باور کمولو اړوند پر دریو دوسیو تورن کړ.

خو لومړی وزیر هر ډول سرغړونه ردوي او دا تورونه د کودتا هڅه بولي.

ایپا

د عکس سرچینه، EPA

هغه لا هم ویلي نه دي چې له پارلمان د محکمې خوندیتوب غواړي که نه، خو تمه ده چې داسې وکړي.

ښاغلي نتنیاهو او ښاغلي ګانټس د سې شنبې په ورځ وویل، چې د ګډ حکومت جوړول غواړي نه بیا ټاکنې.

خو د چارشنبې په ورځ پارلمان کې د دواړو ګوندونو غړو د پارلمان ړنګولو او د مارچ په دویمه د بیا ټاکنو لایحه وړاندې کړه، چې د صفر مقابل کې ۵۰ رایو سره تصویب شوې.

بیا هم مالومه نه ده چې راتلونکې ټاکنې به دا بندون یا بنبست مات کړي که نه، ځکه د اسراییل د ۱۳ خبري چینل د سې شنبې ورځې نظرپوښتنه ښيي چې ابي او سپین ګوند ۳۷ څوکۍ او لیکود ۳۳ څوکۍ وګټلې.

ښاغلی نتن یاهو به لیکود ګوند کې هم وننګول شي، ځکه دغه ګوند د چارشنبې په ورځ وویل، د ډیسمبر پر ۲۶ د مشر ټاکلو لپاره ټاکنې کوي.