اسراییل: پر حماس مو له ۲۰۱۴ راهیسې 'تر ټولو پراخ' ګوزارونه کړي

د عکس سرچینه، AFP
د اسراييل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو ویلي له ۲۰۱۴ کال راهیسې یې پر حماس تر ټولو پراخ هوايي بریدونه کړي دي.
نوموړي دغه څرګندونې د شنبې ورځ د جولای ۱۵مه حماس ډلې ته پر منسوبو ځایونو تر هوايي ګوزارونو وروسته کړې او ګواښ یې کړی، که اړتیا پېښه شي، بریدونه به نور هم پراخ کړي.
پر دې سربېره فلسطینیان وايي، له اسراییل سره پر اوربند هوکړې ته رسېدلي دي.
پر غزه د واکمنې ډلې حماس ویاند فوزي برهوم پر ټویټر یوه پيغام کې ویلي د مصري چارواکو او ځینو نورو لوریو په منځګړیتوب د فلسطیني ډلو ترمنځ له اسرايیل سره د اوربند پر مسله هوکړه شوې ده.
د ده په وینا ددې اوربند هدف دادی چې د اسرايیلي ځواکونو له خوا د هوايي بریدونو لړۍ پای ته ورسېږي.
د بلې فلسطینۍ ډلې اسلامي جهاد حرکت ویاند داوود شهاب بي بي سي ته ویلي، دوی به تر هغه د اوربند لپاره پر شوې هوکړې عمل کوي چې اسراييل يې مراعات کړي:
"له یو لړ پرله پسې هڅو وروسته پر اوربند هوکړه وشوه چې تیره شپه پر ځایي وخت اته بجې پيل شوی، رامنځته شوی تفاهم به تر هغه منو چې اسرايیل یې هم مراعات کړي."
تر دغو څرګندونو څو ساعتونه وروسته په غزه تړانګه کې د فلسطینیانو او اسراییل د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د نښتو راپورونه ور کړل شوې دي.
فلسطیني چارواکو ویلي له جمعې ورځې راهیسې پر غزې له څلویښتو زیات هوايي بریدونه شوي دي.

د عکس سرچینه، AFP
د فلسطینیانو له خوا هم پر اسرايیلي لوري توغندي وتوغول شول او د راپورونو له مخې درې اسراييليان په کې ټپیان شوي دي، خو په فلسطیني لوري کې د دوه تنو د وژل کېدو او د ۱۶ نورو د ټپي کېدو رپوټ ورکړل شوی دی.
له اوربند وروسته اسراييلي چارواکو د هاوان د دوه مرمیو د لګیدلو خبره کړې او ویلي یې دي چې د هاوان توغنځی یې په نښه کړی دی.
حماس ډلې ویلي د تېرې جمعې په ورځ د اسراييلي ځواکونو له خوا پر فلسطیني اعتراض کوونکو ډزو کې یو فلسطینی وژل شوی.
د اعتراضونو دا لړۍ له څو میاشتو راهیسې د هرې جمعې په ورځ ترسره کېږي او هدف یې خپل ټاټوبي ته چې اسرايیلو نیولی دی، د ستنېدلو غوښتنه ده.
د دې اعتراضونو په لړ کې لسګونه فلسطینیان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

د عکس سرچینه، AFP









