د اسراییل څارنوالۍ نتنیاهو په بډو اخیستو تورن کړ

د عکس سرچینه، Reuters
د اسراییل څارنوالۍ د دغه هېواد لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د بډو، چلوټو او له عمومي باور په ناوړه کار اخیستو رسمي تورن کړ. لوی څارنوال اویچای مندلبلیت له میاشتو قضايي پلټنو وروسته د پنجشنبې په ورځ خپله پرېکړه اعلان کړه.
بینیامین نتنیاهو تورن دی چې په خپله ګټه د مثبت خبري پوښښ لپاره یې د اسراییل د خصوصي رسنیو څېښتنانو ته کرېډېټ بښلی او بل دا چې له شتمنو کسانو یې د لکونو ډالرو په ارزښت ډالۍ بې قانونه ترلاسه کړې وې.
ښاغلي نتن یاهو دا تورونه رد او سیاسي بللي دي. نوموړی وايي، مخالفان یې غواړي په کودتا سره یې له دندې ګوښه کړي. ښاغلی نتن یاهو زیاتوي، له خپلې دندې څخه نه ګوښه کېږي.
تمه ده چې مخالفان یې له سترې محکمې په دې برخه کې د رایه اچولو غوښتنه وکړي. دوی باوري دي چې د اسراییل لومړی وزیر د مهمو تورونو پرمهال خپله دنده نشي کولی.
د اسراییل د لوی څارنوال بیان په داسې مهال دی چې دغه هېواد کې له دوو ټاکنو سره سره ګوندونه د نوي حکومت پر جوړېدو هوکړې ته ونه رسېدل.
د اسراییل د د شین او سپین ګوند مشر بني ګانتس د پنجنشبې په ورځ وویل، د دغه هېواد ولسمشر وايي، د ایتلافي حکومت د جوړېدو لپاره یې یو میاشتنۍ هڅې بې ګټې وې. بني ګانتس وايي، دا د اسراییل لپاره یوه غمجنه ورځ ده.
د اسراییل ولسمشر د نوي لومړي وزیر د ټاکلو لپاره د پارلمان غړو ته ۲۱ ورځې وخت ور کړی، او که دې موده کې حکومت جوړ نشي نو په دغه هېواد کې بیا ټاکنې کېږي.
غبرګون

د عکس سرچینه، Photoshot
د ښي ګوند مشر اویګدور لېبرمن وايي، اسراییل زموږ کور دی: "دا د اسراییل لپاره سختې ورځې دي. موږ باید قانوني بهیر پرمختګ ته پرېږدو او لومړي وزیر ته وخت ور کړو چې محکمه کې خپله بې ګناهي ثابته کړي".
د اسراییل عرب سیاستوال ایمن عوده وايي: "توکمپالنه او کرکه خورول به یې بند کې ورک نه شي. دا زموږ-عربانو او اسراییلو- دنده ده چې خپلو کې سوله پالې ټولنه جوړه کړو، یوه برابره ولسواکي چې ټولو وګړو ته خدمت وکړي".
د کارګر ګوند مشر عمیر پیرتس هم وايي: "د نتن یاهو تورونه د اسراییلي حکومت د نه جوړېدو سبب شول. په ولسواکۍ کې موږ داسې لومړی وزیر نشو منلی چې هغه مجرم بلل شوی وي".
بن یامین نتنیاهو سږکال د اسراییل د تر ټولو اوږد لومړي وزارت ریکارډ مات کړ. ښاغلی نتنیاهو له ۲۰۰۹ کال راهیسې درې پرلپسې دورې لومړی وزیر دی. له ۱۹۹۶ تر ۱۹۹۹ کال یې هم دا دنده درلوده.











