امریکا نور لوېدیځه غاړه کې یهودۍ مېنې بې قانونه نه بولي

د عکس سرچینه، AFP
امریکا رسمي اعلان وکړ چې د دغه هېواد په اند لوېدیځه غاړه کې د اسراییلو ودانۍ او ابادۍ د نړیوالو حقونو سره ټکر نه لري.
خو د ملګرو ملتونو مصوبې دې سیمو کې د یهودانو مېنې یا ښارګوټي بې قانونه او دا سیمه نیواکي یا اشغالي بولي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د دوشنبې په ورځ( د نومبر ۱۸) د امریکا دا نوی دریځ یوه خبرغونډه کې وړاندې کړ:
"متحده ایالتونه د ټولو حقوقي اړخونو له کره ارزونې وروسته دې نتیجې ته رسېدلي چې د اردون سین لوېدیځه غاړه کې اسراییلۍ ابادۍ د نړیوالو حقونو سره ټکر کې نه دي".
په دا مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې د لوېدیځې غاړې د ملکیت د موضوع په هکله پرېکړه داسې مسله ده چې باید فلسطنیان او اسراییل یې پر سر خبرې وکړي.
اسراییل د واشنګټن د دې پرېکړې هرکلی کوي؛ هغه هم داسې پرېکړه چې منځني ختیځ کې د باراک اوباما او د امریکا د نورو پخوانیو حکومتونو له سیاست د ولسمشر ټرمپ د ادارې د شاتګ یو بل ګام دی.
اسراییل د اردون سین لوېدیځه غاړه او غزه د ۱۹۹۶۷ کال جګړه کې ونیول او له هغه راهیسې یې ولکه کې دي، خو د ځینې سیمو لکه غزې کنټرول یې د فلسطین کورواکه ادارې ته سپارلی دی.
لوېدیځه غاړه کې د ودانیو د جوړولو د قانونیتوب یا بې قانونیتوب پر سر بحث د اسراییل او نړیوالې ټولنې ترمنځ یوه مهمه مسله ده او امکان لري چې له تل ابیب بیت المقدس ته د سفارت د لېږدولو د تېر کال پرېکړې په څېر د امریکا دا پرېکړه هم منځني ختیځ کې د سولې د هر ډول پرمختګ لپاره هیلې پیکه یا کمرنګه کړي.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، د دغه هېواد د حکومت په اند، د ودانیو د جوړولو بې قانونه بللو هم کوم اغېز نه درلو او منځني ختیځ کې یې د سولې بهیر له پرمختګ سره مرسته ونه کړه.
د فلسطین غبرګون

د عکس سرچینه، Getty Images
د فلسطین کورواکه ادارې په غبرګون کې ویلي، "امریکا یومخ د نړیوال قانون خلاف ده".
خو د اسراییل لومړي وزیر بن یمین نتن یاهو ویلي امریکا دې پرېکړې سره خپله تاریخي تېروتنه سمه کړه.
هغه له نورو هېوادونو هم وغوښتل چې د سپینې ماڼۍ په لار لاړ شي.
د فلسطین نیواکي سیمو کې یهودۍ مېنې یا ښارګوټي د سولې خبرو کې یو لوی خنډ بلل کېږي.
نږدې نیم میلیون یهودیان هغو ۱۴۰ مېنو کې ژوند کوي چې اسراییل پر ۱۹۶۷ کال د اردون سین لوېدیځه غاړه او بیت المقدس کې ونیولې.
دا مېنې د نړیوال قانون له مخې بې قانونه بلل کېږي خو اسراییل دا خبره نه مني.









