ماشومانو ډنډ کې د دویمې نړیوالې جګړې ناچاودې مرمۍ موندلې دي

د عکس سرچینه، German police
په ختیځ جرمني کې درې ماشومانو د اوبو له یوه ډنډ څخه له دوهمې نړیوالې جګړې روغ پاتې شوي غټې او کوچنۍ مرمۍ د اهن ربا، وسپنکښ په مرسته را اېستلي او دوی ته کوم زیان هم نه دی رسېدلی.
دوی له موندنې وروسته چې د اوهردرف ښار ته نژدې شوې پولیسو ته احوال ورکړی.
پولیسو سیمه د عامو خلکو پرمخ تړلې او غوښتنه یې کړې ده چې تر داسې موندنو سمدستي وروسته دې پولیس خبر کړي او له مهماتو دې لېرې و اوسي.
دا معلومه نه ده چې مهمات ولې په ډنډ کې اچول شوي ول.
په جرمني کې کله نا کله د دوهمې نړیوالې جګړې ناچاودي مهمات موندل کېږي چې له سیمې د خلکو د وتلو لامل کېږي.
دا هېواد وروسته له هغه له ناچاودو موادو ډک شو چې د نړیوالې جګړې په پای کې برتانویانو، امریکایانو او شورویانو درنې هوايي بمبارۍ پرې وکړې.
د بمب شنډولو ډلې موندل شوي مهمات له مینځه وړي، ځکه زړه سرګلوله پخپل سر بم چاودلی شي. داسې موندنې ډېری مهال د رغنیزو پروژو د کار پر مهال کېږي.




