د اسراييلو اټومي وسله یو لوڅ نړیوال راز

د عکس سرچینه، AFP
- Author, محمد تنها
- دنده, د کابل پوهنتون استاد
دوهمه نړیواله جګړه ډیره توده روانه وه چې امریکا د جاپان په هیروشیما او ناګاساکي ښارونو باندې د انشټاین او اینریکو فرمي په مرسته جوړ شوی اټومي بم په اچونې سره جګړه په خپله ګټه پای ته ورسوله.
د جګړې له پای سره د منځني ختیځ په زړه د عربو په منځ کې یو څو یهودانو د مستقل هیواد غوښتنه وکړه، له دې غوښتنې سره د وخت ځینې مطرح ځواکمن هیوادونه ودریدل، او د اسرايیلو په نامه یو نوی هیواد رامنځ ته شو.
د یهودو تاریخچې په کتاب کې راغلي چې د اسرايیلو له جوړېدو سره جوخت د صهيونیستانو (يهودپالو) مشر او د اسرائیلو ولسمشر چیمن وایزمن په دې لټه کې شو چې د لاسته راغلې ځمکې او هیواد د ساتنې لپاره داسې ځواکمن بنسټونه را منځ ته کړي چې نور بیا د اسرايیلو د له منځه تګ خیال یې د ښه خوښو او بد خوښو له سره ووځي.
ولسمشر د پوځ روزنې ته د جدي پاملرنې تر څنګ شپږ ځوان یهودان اروپا او آمریکا ته د هستوي فزیک زدکړې لپاره ولیږل.
په دې ترڅ کې اسرايیلو له فرانسوي ساینسپوهانو سره په ګډه د ساینسي څیړنو لپاره لستوڼي بډ وهل، اسرايیلو هغه فرانسوي ساینسپوهان هیواد ته را وبلل چې له امریکا سره یې د اټومي بم په جوړونه کې مرسته کړې وه.
د فرانسې رول
همدا شپې او ورځې وې چې مصرله یوې خوا د سويس کانال له لارې د فرانسې، اسرايیلو او برتانیې انتقالات بند کړل او له بلې خوا یې په افریقایی هیوادونو کې د فرانسې پر ضد آزادي غوښتونکو جنگياليو ته مرستې پیل کړې، فرانسې د اسرايیلو له پوځ مرسته وغوښته او اسرايیلو هم د فرانسې لخوا په اسرايیلو کې د یوې اټومي بټۍ د جوړولو په شرط سره د مرستې غوښتنه ومنله.
که څه هم په پټه کې آمریکايي او برتانوي استخبارات په دې پوهیدل چې اسرايیل د اټومي بم د جوړولو پلان لري خو دغه خبر د لندن ډیلي اکسپرس هم را واخیست او نړۍ یې په دې خبره کړه چې اسرايیل د اټومي وسلې جوړولو پلان لري.
د اسرايیلو د وخت لومړي وزیر ډیوډ بن ګویرن د اسرايیلو د پارلمان غړو ته په خطاب کې وویل چې د اسرايیلو ډیمونا اټومي تاسیساتو کې زمونږ پروګرام بلکل سوليیز دی او د صنعتي، کرنیز او د درمليزو مقاصدو لپاره به وکارول شي.
داسرايیلو متفرقه اسنادو په ارشیف کې پرتې دوسیې کاږي چې له دې اعلان څخه درې کاله وروسته د ۱۹۶۳ کال اپریل په ۲مه د امریکا ولسمشر جان اف کنیډي د اسرايیلو د وخت مرستيال دفاع وزیر، د اسرايیلو د اټومي پروګرام د وخت مشر او اوسنی ولسمشر شیمون پېرس سپینې ماڼۍ ته وغوښت او ورته یې وویل ”تاسو پوهیږئ چې مونږ په سیمه کې هر ډول هستوي پرمختګ له نږدې څارو.
دا کولای شي ډیر خطرناک حالت را مینځ ته کړي. له همدې امله مونږ ستاسو اټومي پروګرام څارو. تاسو ماته په دې اړه څه ویلای شۍ؟"
پېرس ورغبرګه کړه ” زه په ډیر روښانه ډول درته ویلای شم چې مونږ به سیمې ته هستوي وسلې معرفي نکړو او په ډاډ سره درته ویلاى شم چې مونږ به په سیمه کې لومړى هستوي وسله نه آزمايو."
په تاریخ کې دا ورځ ویپاڼه لیکي اسرايیلو د اټومي بم جوړونې چارې روانې وساتلې او بلاخره په ۱۹۶۴ کې وتوانېد چې په غیر رسمي ډول د نړۍ شپږم اټومي بم لرونکی هیواد شي خو لا تر اوسه هم په اټومي بمونو باندې د بشپړې سمبالتیا لپاره ډیره لاره پاتې وه."
شپږ ورځنۍ جگړه
داسرايیلو متفرقه اسنادو په آرشیف کې پرتې دوسیې دا هم وايي په کال ۱۹۶۷ کې اسرايیل له خپلو عربو ګاونډیانو سره په شپږ ورځنۍ جګړه کې ښکیل شو چې په دغه جګړه کې د اسرائیلو د وخت لومړي وزیر لیوي ایشکول پوځ ته د هستوي بحران خبرداری ورکړ او اسرايیل د خپلو اټومي بټیو د امنیت په اړه اندېښمن شو، او د هستوي بټیو په سر یې د میراج جنګي الوتکو پروازونو ته امر وکړ. له دې شپږ ورځنۍ جګړې وروسته د فرانسې د وخت ولسمشر چارلیس دي ګول د اسرايیلو له پالیسۍ سره په مخالفت کې له فرانسې څخه اسرايیلوته د وسلو او ځینو نورو توکو پر لیږدې بندیز ولګاوۀ.
دا په داسې حال کې وؤ چې اسرايیلو د خپلو اټومي بمونو د پروګرام بشپړیدا لپاره په ټنونو یورانیمو او پلوټونیمو ته اړتیا لرله، او فرانسې او نورو هیوادونو د دغو موادو لیږد اسرايیلو ته بند کړی وو.
اسرايیلو خپلو استخباراتو یا موساد ته دنده وسپارله چې د کافي اټومي بمونو د جوړونې لپاره ۲۰۰ ټنه یورانیم د دریم هیواد له لارې وپیري. موساد له آلماني اسمارا کیمیاوي کمپنۍ سره تړون وکړ او اسمارا له بلجیمي کمپنۍ څخه یوارنیم په دې نامه وپیرل چې ګواکې دوي یې د کیمیاوي کتلست په بڼه کاروي.

د عکس سرچینه، AFP
موساد ۲۰۰ ټنه پیرل شوي یورانیم د ایټالیا له لارې په ۱۹۶۸ کې اسرايیلو ته راوړل چې په دې سره اسرايیلو د اټومي بمونو پروګرام بشپړ کړ.
د پروګرام له بشپړیدو سره د اسرايیلو او امریکا ترمنځ بیا ناندرۍ پیل شوې خو اسرايیلو ته د امریکا د وخت سفیر والورت باربور د امریکا ولسمشر ته تل د اسرايیلو د اټومي وسلې لرلو په اړه غلط مالومات ورکول چې وروسته باربور ویل ”زه ولسمشر اسريیلو ته د دې لپاره نه وم لیږلی چې ده ته بد خبرونه ور ورسوم."
د هسټوی جهادیست کتاب را اخلي چې له ډیرو بحثونو وروسته په ۱۹۷۰ کال کې د امریکا او اسرايیلو تر منځ داسې پټ تړون وشو چې اسرايیل به هیڅ وخت سیمې ته اټومي وسله نه معرفي کوي او همدارنګه به اسرايیل هیڅ وخت خپله اټومي وسله نه آزمایي او نه به یې په رسمي بڼه تايید یا ردوي، او په مقابل کې به آمریکا او ملګري یې د اسرايیلو اټومي پروګرام ته په سوليیزه سترګه ګوري.








