اسرائیلو ۲۶ فلسطیني بندیان خوشي کړل

اسرائیلو ۲۶ نور فلسطیني بندیان خوشي کړي دي.
په رام الله کې فلسطینیانو د دغو بندیانو د خوشي کېدو لپاره خوشالۍ وکړې.
خو فلسطیني ولسمشر محمود عباس ویلي، تر هغو چې اسرائيل ټول فلسطیني بندیان خوشي نه کړي، له تل ابیب سره د سولې خبرې پیلېدل ناممکن دي.
دغه بندیان د امریکا په منځګړیتوب په دې شرط خوشي شوي، چې منځني ختيځ کې به د سولې خبرې بېرته پیلېږي.
عباس په تېره یکشنبې د اسرائيلو د حکومت د یوې جرګه ګۍ هغه پرېکړه رد کړه، چې وايي، د اردن غور سیمه دې له اسرائيلو سره یوځای شي.
نوموړي وویل، که چېرې دا کار وشي، لوی خطر به رامنځ ته شي.
فلسطیني چارواکو او وګړو د فلسطیني پاڅون د ۴۹ کلیزې په ویاړ او د بندیانو د خوشي کېدو په خوشالیو کې د "ازادۍ" په نامه شمونه هم بل کړل.
واشنګټن د اسرائيلو له خوا د بندیانو د خوشي کېدو دغه ګام "مخ پر وړاندې تګ ته " یو نېک ګام بللی دی.
دغه بندیان اسرائيلو ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري او له اسرائيلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره تر لیدنې یوه ورځ مخکې خوشي شوي دي.

په خوشي شویو بندیانو کې درې د غزې تراډې اوسېدونکي دي.
د فلسطیني ادارې د بندیانو د چارو وزیر عیسی قراقع بي بي سي ته وویل، د بندیانو خوشي کېدل "په ۲۰۱۳ کال کې د فلسطیني چارواکو او سیاستوالو یوه لویه راسته راوړنه ده".
د اسرائيلو د بندیانو د چارو اړوندو چارواکو د تېرې یکشنبې پر ماښام د ۲۶ فلسطیني بندیانو د خوشي کولو پرېکړه وکړه.
دغه بندیان د اسرائيلو له عوفر، قدس ښار ته څېرمه د العیسویه او بیت حانون څخه خوشي شوي.








