کيري له اسرايليانو او فلسطينيانو سره ګوري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د سولې خبرو په بهیر کې د اسراییلو او فلسطین له مشرانو سره ګوري.

ښاغلي کیري په رام الله کې د فلسطین له ولسمشر محمود عباس سره تر لېدنې مخکې په بیت المقدس کې د اسراییلو له لومړي وزیر بینامین نتنیاهو سره وګوري.

خبریالان وايي درې میاشتې وړاندې په غوغا سره د خبرو تر پیل وروسته کوم څرګند پرمختګ نه پکې لیدل کیږي.

فلسطین تېره اونۍ د اسراییلو له خوا په نیول شوي بیت المقدس کې د تر زرو ډېرو هستوګنو د جوړولو په تړاو غصه ښکاره کړې وه.

ښاغلي کیري وړاندې تر دې سعودي عربستان او مصر ته هم سفرونه کړي دي.