ترکیه د داعش مشکوک غړی امریکا ته سپاري

داعش، ترکیه

د عکس سرچینه، DHA/AFP VIA GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د داعش ډلې دغه مشکوک امریکايي غړي امریکا ته له استولو سره مخالفت کړی و او غوښتنه یې کړې وه چې یونان ته واستول شي.

ترکیه وايي، د اسلامي دولت نومې ډلې هغه مشکوک غړی به امریکا ته تسلیم کړي چې یونان ورته خپلې خاورې ته د ورننوتلو اجازه ورنه کړه.

د داعش ډلې دغه امریکایي مشکوک غړي څلور ورځې د ترکیې او یونان ترمنځ پر پوله تېرې کړې خو اجازه ور نه کړل شوه چې د یونان خاورې ته ننوځي.

د ترکیې دیمیرورین خبرې اژانس د داعش ډلې د دغه امریکايي مشکوک غړي چې له خټې اُردونی دی نوم 'محمد دروېش بي ' ښوولي دی.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې امریکا ته یې د دغه امریکايي تبع د سپارلو چارې پیل کړي دي.

محمد دروېش بي تېره دوشنبه د ترکیې له خاورې ایستل شوی و.

ترکي چارواکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي وو چې نوموړي امریکا ته له استول کېدو سره مخالفت ښوولی و او غوښتنه یې کړې وه چې یونان ته دې واستول شي، خو د یونان سرحدي پولیسو ورته اجازه ورنه کړه چې د یونان خاورې ته ننوځي.

وروسته له هغه چې داعش ډله په عراق او سوریه کې ماته شوه د دې ډلې د غړو برخلیک یوه مهم پوښتنه ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان ویلي چې دمګړۍ د داعش ډلې ۲۵۰۰ غړي د ترکیې په زندانونو کې بندیان دي.

اوس ترکیې اړوندو هېوادونو ته د دغو زندانیانو د استولو لړۍ پیل کړې ده.

د سخت دریځې په اړه د جورج واشنګټن پوهنتون د پروګرام له مخې له ۲۰۱۲ کال راهیسې ۸۲ تنه امریکايي اتباع له داعش ډلې سره د یوځای کېدو لپاره له هېواده بهر تللي دي.