تاجکستان کې 'داعش سره نښته' کې درنه مرګ ژوبله

تاجکستان

د عکس سرچینه، AFP/TAJIKISTAN GOVERNMENT

د عکس تشریح، داعش وسله والې ډلې د دې برید په تړاو څه نه دي ویلي

په تاجکستان کې چارواکي وايي، له ازبکستان سره د دغه هېواد د پولې پر یوې امنیتي پوستې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو له برید وروسته لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي دي.

چارواکي وايي، ۲۰ وسله والو پر پوسته برید وکړ، ساتونکی او د پولیسو یو افسر یې ووژل، خو په ځوابي ډزو کې لږ تر لږه ۱۵ وسله وال وژل شوي دي.

د خاور په نامه دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي دي، بریدګر د نومبر پر درېیمه له افغانستانه دغه هېواد ته ننوتي وو.

داعش ډلې په دغه پېښه کې د ښکېلتیا په تړاو څه نه دي ویلي.

پولیسو د سیمې لارې تړلې دي او په رپوټونو کې ویل شوي، ازبک چارواکي د پېښې په تړاو معلومات راټولوي. دغه پېښه له پلازمېنې دوشنبې نژدې ۶۰ کیلومتره لېرې سویل لوېدیځ کې شوې او چارواکي وايي، پنځه بریدګر ژوندي نیول شوي دي.

په هغه تصویرونو کې چې د تاجکستان کورنیو چارو وزارت خپاره کړي، د یو شمېر موټرو په شاوخوا کې پراته مړي لیدل کېږي، چې یو شمېر یې سخت سوځلي معلومېږي.

دغه برید داسې مهال شوی، چې د رپوټونو له مخې تاجکستان او ازبکستان د پولې پر سر د هغې لانجې هواري لپاره هوکړې ته رسېدلي چې له اوږدې مودې راهیسې روانه ده او هیله څرګنده شوې، چې د نوی کال له پیله مخکې به دغه هوکړه لاسلیک شي.

داعش ډلې مخکې په تاجکستان کې د یو شمېر بریدونو ادعا کړې وه.

مې میاشت کې داعش ډلې یوه زندان کې د بغاوت پر مهال د لسګونو کسانو وژلو ادعا وکړه او تېر کال په داعش پورې یوې تړلې ډلې څلور بهرني بایسکل ځغلولو لوبغاړي ووژل.