د روسیې- تاجکستان پوځي مانورې: د طالبانو احتمالي برید پروړاندې چمتووالی

روسیې او تاجکستان د افغانستان پولې ته څېرمه څلور ورځنۍ پوځي مانورې پیل کړې چې موخه یې د افغان طالبانو د احتمالي بریدونو پروړاندې د مخنیوي لپاره چمتووالی ښودل شوی.
د تاجکستان دفاع وزارت ویلي، په دې مانور کې د تاجکستاني پوخ څه باندې لس زره پوځيان ګډون کوي. څلور سوه روسي پوځيان او ۸۰ پوځي وسایط هم پکې کارول کېږي.
د افغانستان شمال له درو ګاونډیو هېوادونو (ترکمنستان، اوزبکستان او تاجکستان) سره ګډه پوله لري.
د افغانستان شمالي سیمو کې د ناامنیو ډېرېدو په وروستیو کلونو کې د پخواني شوروي اتحاد اړوندو اوسنیو ګاونډیو هېوادونو اندېښنې ډېرې کړې دي.
تاجکستان د هغه شپږ هېوادیز ټولیز امنیتي تړون غړی هم دی چې مشري یې روسیه کوي.
په دې تړون کې ارمنستان، بلاروس، تاجکستان، روسیه، قرغیزستان او قزاقستان غړي هېوادونه دي.
د بي بي سي یو خبریال چې د منځنۍ اسیا بدلونونه له نژدې څاري، وايي د روسیې او تاجکستان دا ګډې مانورې تر ډېره په سیمه کې د روسیې د پوځي ځواک ښودل دي.
د تاجکستان او روسیې ترمنځ پوځي همکاري په ۲۰۱۴ کال هغه مهال پیل شوه، چې د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو له افغانستان نه د خپلو پوځيانو د ایستلو لړۍ پیل کړه.
دا لومړی ځل دی چې د تاجکستان "ګورنو بدخشان" په یوه غرنۍ سیمه کې ګډې پوځي مانورې کېږي.
دا سیمه د افغانستان له بدخشان سره نژدې ده.
د افغانستان دغه ګاونډي هېوادونه منځنۍ اسیا ته له افغانستانه د نشه يي توکو د قاچاق په اړه هم اندېښمن دي.
افغانستان په نړۍ کې د نشه يي توکو له لویو تولیدوونکو هېوادونو ګڼل کېږي.








