تاجکستان وايي 20 طالبان يې پر پوله وژلي

- Author, داود جنبش
- دنده, لندن
د تاجکستان چارواکي وايي سرحدي ساتونکو يې هغه شل اورپکي چې هڅه يې کوله د افغانستان له شمال نه هغه هيواد ته ورننه وځي، وژلي دي.
د سرحدي ځواکونو يوه وياند- خوشنود رحمت الله يف وويل دغو اورپکو چې طالبان او د ازبکستان د اسلامي غورځنگ غړي په کې وو، د آمو سين په يوه ټاپو کې ځانونه پټ کړي وو.
په بي بي سي کې د منځنۍ آسيا د څانگې يو خبريال احسان زروان وايي چې ددغو وگړو شمېر په اصل کې شاوخوا څلوېښت ښودل شوى چې له تاجک امنيتي ځواکونو سره يې نژدې ٢٤ ساعته جگړه کړې ده:
"په نښتو کې د يوه تاجک عسکر وژل کېدل هم تاييد شوي دي او د سرحدي ځواکونو وياند وايي چې د هغه په وينا د اوو طالبانو مړي همدا اوس د دوى په لاس کې دي چې په دې اړه يې افغان لوري ته خبر ورکړى دى."
تاجک چارواکي وايي ددغو کسانو د پټېدو له ځاى نه يې وسلې او د القاعدې طالبانو او د ازبکستان د اسلامي غورځنگ تبليغاتي پاڼې تر گوتو کړې دي.
احسان زروان وايي تاجک چارواکو په ټيک توگه نه دي ويلي چې اورپکي به د افغانستان له کوم ولايت نه ور اوښتي وي، خو دا چې د آمو يا پنج سين په يوه ټاپو کې يې د پټېدو خبره کوي، غالبا" به دا هماغه سيمه وي چې مخامخ ورته د کندز ولايت شېرخان بندر او د امام صاحب سيمه پرته ده.
مخکې هم تاجک ځواکونو په همدغه سيمه کې له افغانستان نه د ورغلو وسله والو سره د نښتو خبرونه ورکړي وو، خو ويل يې چې هغوى د نشه يي توکي قاچاق وړونکي دي.
خو په وروستيو کلونو کې دا لومړى ځل دى چې تاجکستان د اسلامي اورپکو د وراوښتو وينا کوي.
تاجک حکومت له هغه وروسته خپلې خاورې ته د اورپکو له ورننه وتو اندېښمن شوى چې شاوخوا ٢٥ اسلامپالي په دې وروستيو کې ددغه هيواد له يوه زندان نه په تېښته بريالي شول.








