امریکا: د 'داعش' د 'اسلامي حکومت' ایډیالوژۍ خپرېدو خطر شته

داعش

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هر کال د نړۍ بېلابېلو هېوادونو کې د ترهګرۍ د ګواښونو په اړه رپوټ خپروي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې د ترهګرۍ په اړه په خپل کلني رپوټ کې خبرداری ورکړی، چې افریقا تازه د ترهګرۍ ضد ډلو له جبهې سره یوځای شوې ده.

د جمعې په ورځ په دغه رپوټ کې له قومي او نژادي انګیزو سره تړاو لرونکې ډېرېدونکې ترهګرۍ ته اشاره شوې ده.

په رپوټ کې راغلي: "د نړۍ په بېلابېلو برخو کې سپین او تورپوستي برتري غوښتونکي سازمانونه له "جهادي ترهګرۍ" زدکوي او د مالي ملاتړ ډېرولو، پیسو لېږدولو او د ځواک جذبولو لپاره ګټه ترې اخلي."

په دې رپوټ کې په سوریه کې د داعش پرضد جګړې او د دوی تر واک لاندې د سیمو نیولو ته په اشاره ویل شوي، لاهم د "اسلامي حکومت" نومې ایډیالوژۍ خپرېدو خطر شته.

ددغه رپوټ لیکوال پر دې اند دي چې القاعده او ورسره تړلې نورې ډلې امریکا او د امریکا ټلوالې هېوادونو ته خطر دی.

رپوټ کاږي، دا ډلې له خواله رسنیو په ګټه اخیستو خپل مالي ملاتړ او د جذب لړۍ روانې ساتي او په افغانستان، پاکستان، سوریه عربستان، مراکش او هند کې ددې شبکې غړي فعال دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې تازه رپوټ کې ایران د ترهګرۍ تر ټولو ډېر ملاتړی هېواد بلل شوی، چې په وینا یې دا هېواد هر کال په سیمه کې د ترهګرو ډلو او د هغوی په نیابت جنګېدونکو ډلو ته کابو یو میلیارد ډالر لګښت برابروي.

یاد رپوټ د ایران له ملاتړه برخمنه حزب الله ډله او د فلسطین د ازادۍ غورځنګ "حماس" ډلو ته اشاره کړې او ایران یې تورن کړی چې ددې ترڅنګ په اروپا کې هم خپلې ترهګریزې ورانکارۍ کړې دي.

حزب الله

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، یاد رپوټ د ایران له ملاتړه برخمنه حزب الله ډله او د فلسطین د ازادۍ غورځنګ "حماس" ډلو ته اشاره کړې او ایران یې تورن کړی چې ددې ترڅنګ په اروپا کې هم خپلې ترهګریزې ورانکارۍ کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا رپوټ په جرمني کې د قدس ساتونکو له ډلې سره د تړلو لسو مشکوکو کسانو نیولو، په یوه اعتراضه غونډه کې د بم خنثا کولو په تړاو د فرانسې، جرمني او بلجیم د پولیسو عملیاتو ته هم اشاره کړې ده.

له البانیا نه له ترهګریز برید سره د تړاو لرونکو دوو ایراني چارواکو ایستلو ته هم له ترهګرۍ سره د ایران د تړاو د ثبوت په توګه اشاره شوې ده.