سوریه: لسګونه زره کسان د ترکیې له پوځي عملیاتو وروسته په تېښته دي

د عکس سرچینه، AFP
رپوټونه وايي، لسګونه زره کسان په شمال ختیځه سوریه کې د ترکیې له پوځي عملیاتو په تېښته دي. ترکان وايي، له پرون (چهارشنبې) راهیسې یې چې عملیات پیل کړل، تر سلو ډېر اورپکي وژلي دی. په سوریه کې دننه نژدې دوه سوه نښې له الوتکو او په توپونو وېشتل شوې دي.
ځانګړي ترک ځواکونه پر پوله سوریې ته ورروان دي او کردان وايي، پر یوه ښار یې د ترکانو برید پر شا تمبولی دی.
دوی دغه راز وايي، ترک الوتکو هغه زندان هم ویشتلی چې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش نیول شوي کسان پکې ساتل کېدل. کردانو ګواښنه کړې چې جګړه ښايي د دې سبب شي چې زرګونه داعشیان زندانونه مات کړي او وتښتي.
ترکانو دغه برید له سیمې نه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره سم پیل کړ او وايي، موخه یې د کردانو لخوا د سمبال شوې ترهګرۍ ځپل دي.
سوریې ته د ترکيې پوځ ننوتو پر دویمه ورځ سخت هوايي او ځمکني بریدونه شوي دي. ترک پوځ وايي، په نښه شوي هدفونه یې لاندې کړي دي، خو بل لور ته د پولې مرکزي سیمه کې د سختو نښتو او اووه ملکي کسانو د وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.
ویل کېږي لسګونه زره خلک له خپل کور - کلي د تېښتې په حال کې دی.
ترک چارواکي وايي، دوی غواړي د پولې اوږدو کې پر خپله خاوره د مېشتو سوریايي کډوالو لپاره یوه 'خوندي سیمه ' چمتو کړي، خو بل لور ته ترک ولسمشر رجب طیب اردګان د پنجشنبې پر ورځ وویل، که د ترکیې دغه بریدونه اشغال وبلل شي، کډوال به اروپا ته واستوي.
له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو وویل، هېواد یې د سوریې په شمال ختیځ کې د ترکیې نظامي عملیاتو لپاره 'زرغون څراغ' نه و ښولی.
نوموړي له سوریې د امریکايي ځواکونو د ویستلو په اړه د ډونلډ ټرمپ د پریکړې ننګه کړې. هغه پرېکړه چې کور دننه او بهر یې غبرګونونه پارولي. ترکیه پرون چارشنبې د کردي ځواکونو تر ولکې لاندې سیمو کې عملیات پیل کړي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، په دې کار سره غواړي پرېنږدي چې له سوریې سره یې د هېواد په پوله کې 'ترهګرو دهلیز' جوړ شي.
د سوريي شمال ختيځ کې د کردي وسله والو پر ضد د ترکيې پر پوځي عملياتو پراخه نړيواله نيوکه شوې ده. فرانسې، جرمني او بریتانيا په دې اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د غونډې رابلنې غوښتنه کړې.
ولسمشر ټرمپ دغه عمليات يوه ناوړه ګام بللی، خو د ولسمشر منتقدين وايي، د تعرض له لارې د امريکايي عسکرو په ايستلو سره ولسمشر ټرمپ خپله ترکيې ته شين څراغ ورکړ چې بريد وکړي.
د چارشبنې په ورځ ترکي ځواکونو د سوريې پولې په اوږدو کې پر يو شمېر پرتو ښارونو هوايي اود توپچي ګوزارونه وکړل. يوه څارونکې ډله وايي چې لږ تر لږه لس ملکيان وژل شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ د ترکیې پلي ځواکونه د خپلو سوريايي متحدینو له لوري بدرګه کېدل.
کردي سرچینې وايي، د امریکايي ځواکونو د یوې پوستې په ګډون چې دوه ورځې وړاندې تشه شوې وه.
عیني شاهدان وايي، د ترکیې او سوریې ترمنځ د پولې په اوږدو کې د پرتو ښارګوټو پورته کېدونکي تور لوګي تر سترګو کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه:
"موږ ولسمشر اردوغان ته ویلي چې څه راز احساس کوو خو موږ دواړو اړخونو سره خبرې کوو او ګورو چې ددغه حالت په اړه څه کیدای شي. موږ سیمه کې هېڅ سرتیري نه لرو، موږ له بې پایه جګړې وځو او باید ووځو چې بلاخره باید یو چا دا پریکړه کړې وای. په څرګند ډول زموږ دا پریکړه ستایل کیږي".
خو ترکیه وايي د سوریې د نیولو پلان نه لري او ملکي وګړي به هېڅکله په نښه نه شي.
د ترکیې ولسمشر رطب طیب اردوغان د خپل پوځي اقدام په دفاع کې وايي، دوی به د ترهې دهلېزونه ونړوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ښاغلي اردوغان په وینا د دوی هوډ ټینګ دی او جګړه یې د ملکیانو خلاف نه ده، خو په واشنګټن کې ځینو امریکايي سیاستوالو نه یوازې پر ترکیې بلکې پر ولسمشر ټرمپ هم له سیمې د امریکايي ځواکونو د ایستلو له امله نیوکې کړي دي.
جمهوري پال سناتور لینډسي ګراهام چې په عادي ډول د ولسمشر ټرمپ ملاتړی دی پر هغه تور پورې کړی چې کوردان یې یوازې پریښي دي. دغه امریکايي سناتورهمدا راز ویلي چې کانګرس کې به د هغو هڅو مشري وکړي چې پایله کې به ترکیه د خپل پوځي اقدام له امله ګرانه بیه پرې کړي.









