د ډونلډ ټرمپ جنجالي تیلیفوني خبرو ځینې برخې خپرې شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
سپینې ماڼۍ د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د اوکراین د ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي ترمنځ د هغې ناندریزۍ تیلیفوني مکالمې ځینې برخې خپرې کړې دي چې له کبله یې دیموکراتانو د ټرمپ د استیضاح غوښتنه کړې. په دغه مکالمه کې ولسمشر ټرمپ له ولسمشر زېلېنسکي سره د خپل ټاکنیز سیال جو بایډن په اړه غږېدلی.
د مکالمې له هغو برخو چې سپینې ماڼۍ چارشنبه خپرې کړې، داسې ښکاري چې ولسمشر ټرمپ خپل اوکرایني سیال ته وایي چې د جو بایډن د زوی هنټر بایډن، چې په اوکراین کې د غازو د یو شرکت پانګوال دی، په اړه پلټنې پیل کړي.
ولسمشر ټرمپ په دې مکالمه کې ادعا کړې ده چې جو بایډن په ۲۰۱۶ کال کې د اوکراین لوی څارنوال له دندې کوښه کولو کې رول درلود، ځکه هغه د غازو د هغه شرکت په اړه پلټنې کولې چې د جو بایډن زوی یې پانګوال دی.
هغه مهال جو بایډن د پخواني ولسمشر باراک اوباما لومړی مرستیال و، او اوس د امریکا په راتلونکو ولسمشر ټاکنو کې د دیموکراتانو لخوا د ولسمشر ټرمپ سیال دی.
ډونلډ ټرمپ ټینګار کوي چې هېڅ ناقانونه کار یې نه دی کړی او ژمنه یې کړې وه چې د اوکراین له ولسمشر سره د جولای پر ۲۵مه د خپلو خبرو بشپړ متن به شریکوي.
خو د چارشبنې پر ورځ سپینې ماڼۍ د بشپړې مکالمې د متن پر ځای یوازې د دې خبرو ځینې برخې خپرې کړې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې تیلیفوني خبرو څو ورځې وړاندې ډونلډ ټرمپ له اوکراین سره د ۳۹۱ ملیونه ډالرو پوځي مرسته ځنډولې وه، خو اوس یې مخالفین وایي، نوموړي غوښتل له دې لارې پر اوکراین فشار راوړي چې د د ټاکنیز سیال جو بایډن د زوی هنټر بایډن په اړه پلټنې وکړي.
د امریکا ډیموکراټ ګوند- چې کانګرس کې اکثریت لري-پر ولسمشر ټرمپ تور لګوي چې په دې مکالمه کې یې له اوکراین نه د سیاسي ملاتړ غوښتنه کړې، او په همدې دلیل یې د هغه د استیضاح لپاره رسمي پلټنې پیل کړې.
د ولسي جرګې مشرې نانسي پلوسي د سې شنبې پر ورځ د دې پرکړې اعلانولو سره وویل: "ولسمشر باید ځواب ووايي، هیڅوک له قانون لوړ نه دی".
مېرمن پلوسي دا هم وویل، ښاغلي ټرمپ "له قانون سرغړونه" کړې او "دا چاره یې د ساسي قانون له مخې له خپلو مسوولیتونو سرغړونه ده".
روانه اوونۍ ولسمشر ټرمپ ومنله چې د اوکراین له ولسمشر یې داسې څه غوښتي چې له سیاسی پلوه یې په ګټه وو.
له دې مخکې په ټاکنو کې د روسیې د ادعايي لاسوهنې په هکله د پلټنو د پایلو خپرېدو پسې هم د نوموړي د استیضاح غوښتنه کېده، خو مېرمن پلوسي د دې غوښتنو مقابل کې ولاړه وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي ټرمپ د مېرمن پلوسي د وروستۍ پرېکړې په هکله ویلی:
"هېواد مو اوس تر ټولو ښه حالت لري او هغوی(ډیموکراټان) ټاکنې بایلي، ځکه فکر کوي چې دا (استیضاح) را مخ ته کړي.موږ د نړۍ تر ټولو ځواکمن هېواد لرو، تر ټولو ښه اقتصاد لرو او هغه(پلوسی) د استیضاح خبره کوي. مېرمن پلوسي لا هم د مکالمې متن نه دی لیدلی، هغه مکالمه کې کومه سرغړونه نشته".
ولسمشر ټرمپ دا هم وویل، چې استیضاح د هېواد لپاره بده ده.
له دې مخکې د سې شنبې په ورځ ښاغلي بایډن وویل: استیضاح باید پیل شي، یا خو دې ولسمشر د اوکراین له مشرانو سره د خپلو خبرو په هکله د کانګرس په پلټنو کې همکاري وکړي.
ولسي جرګه د ډیموکراټانو په لاس کې ده او د استیضاح لپاره ډېر ملاتړ شته، خو که دا پلان تصویب هم شي، نو لرې ده چې د جمهوریپالو لاس کې مشرانو جرګه یې تایید کړي.
د امریکا په تاریخ کې تر اوسه کوم ولسمشر د استیضاح په دلیل له دندې ګوښه شوی نه دی.
له اوکراین د ټرمپ غوښتنه

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۱۹۷۰ کلونو کې چې د امریکا د هغه وخت ولسمشر ریچارډ نېکسن د واټر ګېټ رسوايي له امله له استیضاح سره مخ شو، نو استعفا یې ور کړه.
د رپوټونو له مخې، ښاغلي ټرمپ ټلیفوني خبرو کې له ولسمشر زیلنسکي غوښتي هغه څه وارزوي، چې جوبایډن د خپل زوی لپاره اوکراین کې د ګازي شرکت د مشرۍ تر لاسه کولو لپاره خپل نفوذ لپاره له ناوړه لارو چارو کار اخیستی که نه او هم په دې برخه کې د ده له شخصي وکیل رودي جولیاني سره همکاری وکړي.
په ښاغلي ټرمپ تور دی چې په دې تړاو د پلټنو لپاره یې پر اوکراین فشار اچولی دی، خو نوموړی دا تور ردوي.
جوبایډن د ۲۰۲۰ کال ټاکنو کې د ښاغلي ټرمپ ممکنه سیال دی.
والسټریټ جورنال د یوې سرچینې له خولې وايي، ښاغلي ټرمپ اته ځله له ولسمشر زیلنسکي غوښتي چې د جوبایډن د زوی د پلټنو په هکله د هغه له شخصي وکیل رودي جولیاني سره همکاري وکړي، خو د دې همکارۍ مقابل کې یې کومه ژمنه نه ده کړې.








