ټرمپ د ملي‌ امنیت لپاره خپل نوی سلاکار اعلان کړ

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ رابرټ اوبراین د ملي امنیت د نوی سلاکار په توګه ګمارلی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ رابرټ اوبراین د ملي امنیت د نوی سلاکار په توګه ګمارلی

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ رابرټ اوبراین د ملي امنیت لپاره د خپل نوي سلاکار په توګه ګومارلی.‌ ښاغلی اوبراین به د پخواني سلاکار جان بولټن ځای ناستی شي.

ډونلډ ټرمپ د ښاغلي رابرټ اوبراین د تېرو شویو کارونه ستاینه کړې او ویلي یې دي چې 'یو بل ښه سره پیژني'.

ښاغلي اوبراین وویل چې دا دنده ورته یو"امتیاز" دی.

ولسمشر ټرمپ تېره اوونۍ خپل د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولتڼ له دندې لېرې کړ.‌ خو وروسته جان بولټن وویل چې په خپله یې استعفا وړاندې کړې وه.‌ ویل کېږي‌ چې د ولسمشر ټرمپ او جان بولټن ترمنځ له افغان طالبانو سره د سولې خبرو په ګډون پر ګڼو مسلو ژور اختلافونه وو.

د جان بولټن ځایناستی ښاغلی اوبراین د بهرنۍ تګلارې په برخه کې اوږده کاري تجربه لري او د امریکا د دواړو لویو ګوندونو لپاره یې دې برخه کې کار کړی دی.

نوموړی دا مهال په بهرنیو چارو وزارت کې د یرغمل نیول شویو امریکايي وګړو د خلاصون لپاره د مذاکراتي‌ څانګې مشري کوي.

نوموړی د ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت څلورم سلاکار دی.

د ښاغلي اوبراین پر وړاندې د ملي امنیت د مشر سلاکار په توګه څو مهمې ننګونې پرتې دي چې د کډوالۍ له برخې نیولې ان له ایران سره د لوړې کچې نانندریو په مسئلو به کار کوي.

رابرټ‌ اوبراین چارشنبه له خپلې ګومارنې وروسته وویل: 'موږ له یو شمېر ننګونو سره مخ یو، خو دلته یو غوره ټیم هم شته، زه ولسمشر سره کار کولو ته سترګې پر لار یم چې امریکا خوندي وساتل شي او د پوځ بیا جوړونه دوام وکړي'.

د بهرنیو چارو له پخوانیو وزیرانو کانډولېزا رایس او هیلري کلېنټن سره هم کار کړی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اوبراین د بهرنیو چارو له پخوانیو وزیرانو کانډولېزا رایس او هیلري کلېنټن سره هم کار کړی

ښاغلی اوبراین له جان بولټون، مک ماسټر او مایکل فلین وروسته څلورم کس دې چې د ټرمپ په اداره کې دا دنده ور سپارل کېږي او دا څوکۍ د کانګرس له خوا تایید ته اړتیا نه لري.

رابرټ اوبراین څوک دی؟

د ملي امنیت دا نوی سلاکار حقوق پوه دی، جمهوري غوښتونکو ته د بهرنۍ تګلارې په برخه کې سلاکار پاتې شوی او په بېلابېلو حکومتي څوکیو یې کار کړی دی.

په ۲۰۰۵ میلادي کال کې پخواني ولسمشر جورج بوش نوموړی د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امریکا استازولۍ کې پر دنده ګومارلی و،‌ چېرې چې دی د جان بولتڼ مرستیال و.‌

هغه د بهرنیو چارو له پخوانیو وزیرانو کانډولېزا رایس او هیلري کلېنټن سره هم کار کړی دی.

ښاغلی اوبراین په خپل کتاب 'کله چې امریکا ویده وه' (While America Slept) کې پر ملګرو ملتونو نیوکې کړې.

هغه لیکلي چې زوی یې ورته د ملګرو ملتونو عمومي مجلس په اړه ویلي: 'کله چې دېکتاتوران امریکا ته راځي او په دې اړه بیانیې ورکوي چې موږ څومره بد خلک یو' د ښاغلي اوبراین په خبره دا یو تر ټولو ښه تعریف دی' چې ده اورېدلی.

ښاغلي اوبراین له ایران سره اټومي تړون باندې هم نیوکې کړي او ایران یې د نړۍ په کچه د ترهګرو لوی ملاتړی بللی دی.