ټرمپ ته د "بدژبې" ځواب په هشټګ بدل شو

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وتلې امریکايي ماډلې او د یوه پروګرام چلوونکې کرېسي ټېګن بدژبې وبلله، خو هغې چې کوم ځواب ور کړی اوس خواله رسنیو کې مشهور شوی دی.
د ټوېټونو لړۍ کې ولسمشر پر سندرغاړي جان لیګنډ او کرېسي ټایګن نیوکه کړې وه چې د جنايي جرم د اصلاح د ملاتړ له امله یې ونه ستایه.
ولسمشر ټرمپ جان خسته کوونکی بولي او زیاتوي، دوی دواړه یې هغه وخت ونه لیدل چې د اصلاحاتو منظورۍ لپاره یې ملاتړ ته ضرورت درلود.
د ولسمشر ټرمپ دې ټوېټونو ته د کرېسي غبرګون ان د ټوېټ هشتګ جوړ شو او نړۍ کې مشهور شو.
دا له ټرمپ سره د نوموړې د پخوانیو ناندریو یوه کړۍ ده، پخوانیو ناندریو کې ولسمشر ټرمپ دا هنرمنه په ټوېټر کې بلاک کړې وه.
څه پېښ شول؟
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د ډونلد ټرمپ تبصرې له هغه وروسته وې چې یوه امریکايي چینل د جنايي جرم په هکله پروګرام درلود، چې د کریسي مېړه جان لیجنډ ډېر وښودل شو.
ولسمشر وویل: "هنرمن لیجنډ او د هغه بدخولې ښځه اوس دا وايي، چې څومره ښه کار دی، خو ما دوی هغه وخت کله هم ونه لیدل چې د دې منظورۍ لپاره ملاتړ پکار و او اېنکر لیستر هالټ هېڅکله هم خپلو پروګرامونو کې د ولسمشر ټرمپ یا جمهوریپال ګوند یادونه ونه کړه."
د ولسمشر ټرمپ د ټوېټ ځواب کې کریسي داسې ولیکل: "خو کله یې چې ځواب په ټرېنډ بدل شو، نو پخپله اومېړه یې له مینوالو وغوښتل چې ټوېټ یې نه کړي."
جان په ټوېټ کې ولیکل مهرباني دا د ناپاکې خولې هشتګ مه ټرېنډ کوئ.
او کرېس دا له ولسمشر سره خپله جګړه وبلله
د جنايي جرم سمون

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۱۸ کال ډیسمبر کې ولسمشر ټرمپ د لومړي ګام عمل په لاسلیک سره دا حالت په قانون بدل کړ چې له مخې یې د هغو خلکو لپاره چې له تشدد پرته یې د نشه يي توکو جرم کړی اجباري بند کمېږي او د زدکړو او مسلکي کار د ور ښودلو له لارې یې د رول ښه کولو هڅه کېږي..
نوموړی دا هم وايي، چې باراک اوباما د جنايي جرم اصلاحاتو کې پاتې راغلی.
خو د جنايي جرم سیستم کې په سمون سره د توکمیزو توپیر کمول د اوباما او ټرمپ دواړو ادارو یو لوی پلان دی.

د عکس سرچینه، TWITTER/CHRISSY TEIGEN








