پړانګ د ښار پر بامونو ټوپونه وهل

د عکس سرچینه، France fire service
د فرانسې یوه شمالي ښار کې مرستندویانو هغه کم عمره تور پړانګ نیولی چې د کورونو پر بامونو یې ټوپونه وهل.
د ارمینتریز نومي دغه ښار اوسېدونکو په حیرانۍ سره دغه وحشي ژوي ته کتل چې د یوه کور دویم پوړ پر بلۍ یې ټوپونه وهل او تر یو ساعت پورې له یوې پرانیستې کړکۍ وت، ننوت.
پولیس د ودانۍ لاندې داسې حال کې کتار ولاړ وو چې ښايي پړانګ لاندې ټوپ وهي او بل لور ته مرستندوی کارکوونکي په احتیاط سره ودانۍ ته ننوتل چې پړانګ له وارخطایۍ بل لور ته منډه نه کړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2

وروسته د څارویو درملنې یوه ډاکټر پړانګ په هغه کوچني غشي وویشت چې د بې هوښۍ درمل پرې موښل شوي وو.
د لیلي سیمې څارویو خوندیتوب سازمان کادیر لاغواثي ځايي لا وایکس دو نورد ورځپاڼې ته ویلي، دغه پړانګ پنځه یا شپږ میاشتې عمر لري او وزن یې ۲۰ کیلو ته رسېږي.
نوموړی وايي، نیول شوی پړانګ خپل څښتن اهلي کړی و، حمله یې نه کوله، نوکونه یې پرې شوي او روغتیا یې ښه ده.

د عکس سرچینه، France fire service
له نیول کېدو وروسته پړانګ په یوه پنجره کې اچول شوی، د طبیعي حیات چارواکو ته سپارل شوی او هغوی د شپې مهال ساتنې لپاره د حیواناتو خوندیتوب ادارې ته سپارلی دی.
خو د ورځپاڼې رپوټ وايي، وروسته یوه نامعلوم ځای ته لېږدول شوی دی.










