هند کې د تږي پړانګ سر پنځه ساعته لوښي کې نښتی و

د عکس سرچینه، AP
د هند راجستان ایالت کې یو پړانګ هغه وخت خپله د پاڼ او پړانګ تر منځ حالت سره مخامخ شو، چې سر یې یوه اوسپنیز لوښي کې ونښت.
د طبیعي حیات ساتنې ادارې چارواکي له پنځه ساعته هڅو وروسته ایله وتوانیدل پیاوړی پړانګ له کوچني لوښي ازاد کړي.
د پړانګ سر په هغه لوښي کې نښتی و، چې ځايي خلک یې د منګي په توګه د اوبو ساتلو لپاره کارووي.
د طبیعي حیات خوندیتوب ادارې ځايي افسر کپل چندروال بي بي سي ته وویل:
' دغه سیمې ځنګلونو کې پړانګان شته او په سیمه کې د مرمرو کانونه هم ډېر دي، چې د ډبرو منځ کې یې شته ځینو غارونو کې پړانګان اوسي، کیدای شي دغه پړانګ له همدغه ځایه کلي ته راغلی وي. '
ویل کېږي، چې ښايي دغه تږی پړانګ د سې شنبې په شپه سردول کهیړا نومي کلي ته د اوبو موندلو په تمه راغلی وي.
پړانګ په کروندې کې پراته لوښې ته د اوبو لپاره خوله ورټیټه کړه، خو بیا نه دی توانیدلی له لوښي سر بېرته وباسي.
د پړانګ له غړومبهاري سره په کرونده کې ویده بزګر ویښ شو او د طبیعي حیات ساتونکو ته یې معلومات ورکړل، چې له ډېرو ستړیو ستونزو وروسته یې د پړانګ سر له لوښي وایست.
د یادې ادارې کارکونکو لومړی پړانګ بې هوشه کړ او له هغه وروسته یې د لوښي په پریکولو سره د هغه سر ازاد کړ.












