محکمې ولې د پړانګ وژلو امر تایید کړ؟

پړانګ

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، دغه دوه کلن پړانګ څلور کسان وژلي دي.

څه موده وړاندې د هندوستان په مهاراشټر ایالت کې یوه پړانګ دوه کسان ووژل او څلور نور یې ټپیان کړل. له دې پېښې وروسته د ځنګلونو چارو ادارې حکم وکړ چې پړانګ دې ووژل شي خو دا حکم محکمه کې وننګول شو او پړانګ په ځنګله کې بېرته خوشی شو، چې له هغه وروسته یې بیا دوه نور کسان هم ووژل.

اوس محکمې د دغه پړانګ د وژلو حکم تایید کړی چې غبرګونونه یې پارولي دي.

اوس محکمې هغه حکم تایید کړی چې وايي، دغه پړانګ دې په ډزو ووژل شي چې څلور کسان یې وژلي دي.

د وحشي ژوو د برخې فعالانو د ځنګلونو د ادارې له خوا دا حکم د تېر جون میاشتې په ۲۳ نېټه ننګولی و.

دا پړانګ په لومړي ځل د جولای په میاشت کې وروسته له هغه ونیول شو چې د براهمپورې په نامه ښارګوټي کې یې دوه کسان ووژل او څلور نور یې ټپیان کړل.

ډاکټر جیریل بنات چې د محکمې د حکم پرخلاف دی وايي، چې دا حکم به د هندوستان په سترې محکمې کې وننګوي. د حیواناتو د حقونو فعالان ټینګار کوي چې زمری باید د وژلو پرځای داسې ځای ته ولېږدول شي چې کنترولېږي.

پړانګان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هندي پړانګانو ژوند له بېلا بېلو خطرونو سره مخامخ دی

د ځنګلونو اداره چې دا زمری 'کالا ' یعني تور نومولی زمري پسې په ځنګل کې ګرځي.

هندوستان په نړۍ کې د ۶۰ سلنه پړانګانو کور دی خو اوس په هندوستان کې د وژل کېدو له خطر سره مخامخ دي. ډېری دغه پړانګان ځکه وژل کېږي، چې د بدن غړي یې په ځینو چینايي درملو کې استعمالیږي.

د رسمي شمېرو له مخې په ۲۰۱۵ کال کې ۸۰ او له هغه یو کال مخکې ۷۸ پړانګان وژل شوي وو.

دا چې په ځنګلونو کې د پړانګانو د ژوندي پاتې کېدو سرچینې لږې شوې ډېر ځله پړانګان د خوراک په لټه پسې نژدي کلیو ته مخه کوي او پر خلکو بریدونه کوي.