زمرۍ د پړانګ بچي ته شیدې ور کوي

د عکس سرچینه، JOOP VAN DER LINDE/NDUTU LODGE
په افریقا کې یوه زمرۍ د پړانګ بچی خپلې سینې ته نږدې پرېږدي او شیدې ور کوي.
دا پېښه د تانزانیا په انیګورونګورو سیمه کې شوې او انځور یې هم عکاس جوپ وانډر لېنډ اخیستی دی.
د نوسیټیټوک په نوم دا زمرۍ پنځه کلنه ده او نه یواځې د پړاګ بجي ته شیدې ور کوي، بلکې ساتنه او پالنه یې هم کوي.
دا زمرۍ خپل بچیان هم لري چې د جون پر ۲۷ او ۲۸ زېږېدلي دي.
د زمریانو ساتنې ادارې مشر ډاکټر لوک هنټر له بي بي سي سره خبرو کې دا پېښه بې سارې بللې ده.
"زما په یاد نه دی چې د پیشو نسل لویو ځناورو کې پخوا دا ډول کومه پېښه شوې وي. موږ پوهېږو چې زمرۍ خپلو بچو ته شیدې ور کوي، خو دا پېښه دودیزه نه ده".

د عکس سرچینه، JOOP VAN DER LINDE/NDUTU LODGE
د نوموړي په خبره، تراوسه یې داسې پېښه نه ده لیدلې چې د یو نسل ځناور د بل هغه بچي ته تی ور کړي.
په دودیز ډول زمرۍ دا ډول بچي وژني، ځکه وېرېږي، که لوی شي، نو د دوی له بچیانو سره به جګړې کوي.
ډاکټر هنټر وايي، د نوسیټیټوک خپل بچي هم شته او د پړانګ د بچي په منګ(عمر) دي.
"دا بچی یې چې ولید، نو خپل یې کړ او د هغه په وینه کې یې د مورنۍ مینې رګونه ژوندي کړل".

د عکس سرچینه، JOOP VAN DER LINDE/NDUTU LODGE
تراوسه معلومه نه ده چې د پړانګي اصلي ځای چرته
ځايي خلک وايي، په دې سیمه کې یوه پړانګه شته، چې بجي هم لري او ممکن هغه د دې پړانګ بچي لور وي.
کارپوهان وايي، د پړانګ بچي خیر په دې کې ده چې له خپلې مور سره یو ځای شي..








