سیلفي اخیستونکي زمریان

سائبیرین شیر

د عکس سرچینه، LAND OF THE LEOPARD NATIONAL PARK

د عکس تشریح، ۱۹۳۰ کلونو کې د دې زمریو شمېر د ۲۰ او ۳۰ ترمنځ و، خو اوس یواځې په پارک کې د دوی شمېر تر دېرشو رسېږي او ټول شمېر یې ۶۰۰ ښودل کېږي.

د روسیې په ملي پارک کې د سایبریايي زمریانو د نږدې والي او مچو اخیستلو او څنګ په څنګ کېدلو انځورونه خپاره شوي.

په دې انځورنو کې د زمریانو کورنۍ او بچیان ټوپونه وهي او کمري ته د ځان سمولو حالت کې ښکاري.

په دوه لکه ۶۰ زره هیکتاره پراخه ځمکه کې دغه پارک د ۲۲ بالغو سایبریايي زمریو او د هغوی د اوو بچیو کور دی.

یو وخت داسې هم و، چې د زمریو دا نسل د ښکار له وجې د ورکېدلو سره مخ و، خو اوس یې شمېر بېرته ډېر شوی دی.

کورنی ژوند

سائبیرین شیر

د عکس سرچینه، LAND OF THE LEOPARD NATIONAL PARK

د عکس تشریح، د روسیې ملي پارک کې تر ۲۲ بالغ زمریان شته.

د ملي پارک د چارواکو په خبره، په ځمکه کې لګېدلې خپلچارې(اټومټیک) کمرې دا انځورونه اخیستې او له ډېر وخت راهیسې د سایبریايي زمریو د کورنیو ژوند خوندي کوي.

د سایبرین ټایمز د رپوټ له مخې دا کمرې د زمریو او د دا ډول نورو ورکېدونکو ژوو د څارنې لپاره لګېدلې دي.

په ویډیو او انځورنو کې د زمریو بچیان پر ځمکه لټ پر لټ اوښتلو کې لیدل کېږي.

کمرې ته مړه کاته

سائبیرین تیندوئے

د عکس سرچینه، LAND OF THE LEOPARD NATIONAL PARK

د عکس تشریح، زمریان خپلو کې لوبېږي.

د دې زمریو د مور انځورنه مخکې هم خپاره شوي، ساینسپوهان یې په (ټي ۷ اېف) سره پېژني.

پر ۲۰۱۴ کال له دریو بچیو سره په انځور کې راغلې وه.

داسې خیال دی چې په دوی کې دوه بچیان اوس لوی شوي دي او له سایبریا ګاونډی چین ته تللي دي.

په یوه بل انځور کې د زمریو بچي کمرې ته ور نږدې کېږي او بیا مړاوي ورته ګوري.

په دې سبب د کمرې میموري کارډ بهر کېږي او ویډیو درېږي.

دا ملي پارک د روسیې د پریمورسکي کرای ولایت په جنوب لوېدیځه سیمه کې دی.

سایبریايي زمري

سائبیرین تیندوئے

د عکس سرچینه، LAND OF THE LEOPARD NATIONAL PARK

د عکس تشریح، کمرې ته نږدې راتلل او سیلفي اخیستل.

دې زمریانو ته امر زمري هم وايي، د استوګنې سیمه یې روسیه ده.

د نسل ورکېډو له وېرې یې په روسیه کې پر ښکار بندیز لګېدلی دی.

رېنجرز له ښکاریانو د دوی د ساتلو هڅه کوي.

پر ۱۹۳۰ کلونو کې چې د دې زمریو د نسل ختمېدلو وېره وه، نو شمېر یې د ۲۰ او ۳۰ ترمنځ و.

اوس د یوې اندازې له مخې سایبریا کې دا ډول ۶۰۰ زمري شته.