عایشه له ۲۷۰ رنګارنګ حیواناتو سره اوسېږي

د هغې په کور کې د صحرايي او اهلي شویو حیواناتو ترڅنګ مرغان او خطرناک حیوانات هم شته، چې کور یې د یوه ژوبڼ په څېر ښکاري.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، د هغې په کور کې د صحرايي او اهلي شویو حیواناتو ترڅنګ مرغان او خطرناک حیوانات هم شته، چې کور یې د یوه ژوبڼ په څېر ښکاري.
    • Author, هدایت الله همیم
    • دنده, بي بي سي

له حیواناتو سره مینه او په کور کې ساتل د نړۍ په ګڼو برخو کې دود دي، خو په متحده عربي اماراتو کې یوه ښځه پخپل کور کې ۲۷۰ ډوله بېلابېل اهلي شوي حیوانات ساتي، چې وايي له دوی پرته ورته ژوند ګران دی.

عائشه وايي، په اصل کې یې دغه حیوانات ژغورلي، روزلي او بیا یې اهلي کړي دي.

خو ټول حیوانات یې په کور کې نه ځایېږي، ځینې یې ابو ظبۍ او شارقه کې د حیواناتو ساتنې مرکزونو ته ورکړي دي.

دا وايي، له ماشومتوبه یې له حیواناتو سره مینه وه، او ډېری حیوانات له خپل پلار ورته په میراث پاتې شوي دي:

''له حیواناتو سره مې ډېره مینه ده، مور او پلار مې حیوانات ساتل، ورو ورو مې یو یو حیوان او اضافه کاوه، چې دا دی نن زما په کور کې نژدې ۲۷۰ حیوانات موجود دي''.

عائشه وايي، په اصل کې یې دغه حیوانات ژغورلي، روزلي او بیا یې اهلي کړي دي.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، عائشه وايي، په اصل کې یې دغه حیوانات ژغورلي، روزلي او بیا یې اهلي کړي دي.

لومړی زما ماما زما د پلار له تنخا نه ددغو حیواناتو د پالنې لګښت ورکاوه، خو وايي اوس پرې هره میاشت تر اوو زرو ډېر درهمه لګښت راځي.

دا وايي، له ماشومتوبه یې له حیواناتو سره مینه وه، او ډېری حیوانات له خپل پلار ورته په میراث پاتې شوي دي:

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، دا وايي، له ماشومتوبه یې له حیواناتو سره مینه وه، او ډېری حیوانات له خپل پلار ورته په میراث پاتې شوي دي:

عائشه کلایف ګڼ هغه حیوانات هم په کور کې ساتي، چې بهر یې د اوسېدو ځای نه شته.

د هغې کور ته د اماراتو له بېلابېلو سیمو د ښوونځي زده کوونکي د سیل او رنګارنګ حیواناتو د کتلو لپاره ورځي.

د هغې په کور کې د څلورو پښو لرونکو حیواناتو سربېره پر سینه ښویېدونکي ګڼ حیوانات هم شتي، خو سوی، کربوړی، ماران او داسې نور هم تر سترګو کېږي.

دا وايي، ځینې داسې حیوانات یې ساتلي، چې نسل یې له ورکېدو سره مخامخېدونکی دی.

د هغې په کور کې د صحرايي او اهلي شویو حیواناتو ترڅنګ مرغان او خطرناک حیوانات هم شته، چې کور یې د یوه ژوبڼ په څېر ښکاري.

لطیفه دبۍ کې پخپله ماڼۍ کې سپین زمریان او کمیابه سپین پړانګان ساتي، چې وايي له کوچنیوالي راهیسې یې له خطرناکو او خوړونکو حیواناتو سره مینه وه.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، لطیفه دبۍ کې پخپله ماڼۍ کې سپین زمریان او کمیابه سپین پړانګان ساتي، چې وايي له کوچنیوالي راهیسې یې له خطرناکو او خوړونکو حیواناتو سره مینه وه.

په متحده عربي اماراتو کې پېغله لطیفه بنت راشد بن خلیفه بن سعید ال مکتوم هم پخپل کور کې زمریان او پړانګان روزي.

لطیفه دبۍ کې پخپله ماڼۍ کې سپین زمریان او کمیابه سپین پړانګان ساتي، چې وايي له کوچنیوالي راهیسې یې له خطرناکو او خوړونکو حیواناتو سره مینه وه.

لطیفه له ډېرو خطرناکو حیواناتو سره هم راشه درشه لري

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، لطیفه له ډېرو خطرناکو حیواناتو سره هم راشه درشه لري