تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سیلفي اخیستونکي زمریان
د روسیې په ملي پارک کې د سایبریايي زمریانو د نږدې والي او مچو اخیستلو او څنګ په څنګ کېدلو انځورونه خپاره شوي.
په دې انځورنو کې د زمریانو کورنۍ او بچیان ټوپونه وهي او کمري ته د ځان سمولو حالت کې ښکاري.
په دوه لکه ۶۰ زره هیکتاره پراخه ځمکه کې دغه پارک د ۲۲ بالغو سایبریايي زمریو او د هغوی د اوو بچیو کور دی.
یو وخت داسې هم و، چې د زمریو دا نسل د ښکار له وجې د ورکېدلو سره مخ و، خو اوس یې شمېر بېرته ډېر شوی دی.
کورنی ژوند
د ملي پارک د چارواکو په خبره، په ځمکه کې لګېدلې خپلچارې(اټومټیک) کمرې دا انځورونه اخیستې او له ډېر وخت راهیسې د سایبریايي زمریو د کورنیو ژوند خوندي کوي.
د سایبرین ټایمز د رپوټ له مخې دا کمرې د زمریو او د دا ډول نورو ورکېدونکو ژوو د څارنې لپاره لګېدلې دي.
په ویډیو او انځورنو کې د زمریو بچیان پر ځمکه لټ پر لټ اوښتلو کې لیدل کېږي.
کمرې ته مړه کاته
د دې زمریو د مور انځورنه مخکې هم خپاره شوي، ساینسپوهان یې په (ټي ۷ اېف) سره پېژني.
پر ۲۰۱۴ کال له دریو بچیو سره په انځور کې راغلې وه.
داسې خیال دی چې په دوی کې دوه بچیان اوس لوی شوي دي او له سایبریا ګاونډی چین ته تللي دي.
په یوه بل انځور کې د زمریو بچي کمرې ته ور نږدې کېږي او بیا مړاوي ورته ګوري.
په دې سبب د کمرې میموري کارډ بهر کېږي او ویډیو درېږي.
دا ملي پارک د روسیې د پریمورسکي کرای ولایت په جنوب لوېدیځه سیمه کې دی.
سایبریايي زمري
دې زمریانو ته امر زمري هم وايي، د استوګنې سیمه یې روسیه ده.
د نسل ورکېډو له وېرې یې په روسیه کې پر ښکار بندیز لګېدلی دی.
رېنجرز له ښکاریانو د دوی د ساتلو هڅه کوي.
پر ۱۹۳۰ کلونو کې چې د دې زمریو د نسل ختمېدلو وېره وه، نو شمېر یې د ۲۰ او ۳۰ ترمنځ و.
اوس د یوې اندازې له مخې سایبریا کې دا ډول ۶۰۰ زمري شته.