"د پوتین پړانګ" په چین کې وزه خوړلې

ولسمشر پوتین درې پړانګان په بېدیا کې خوشي کړي وو.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، ولسمشر پوتین درې پړانګان په بېدیا کې خوشي کړي وو.

د چین رسمي خبري اژانس په شمالي هیلونګ جیانګ ایالت کې د سیمه ییزو چارواکو له قوله ویلي، هغه سایبریايی پړانګ په چین کې د ځینو وزو د مړینې لامل شوی، چې په غالب ګومان روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین په بېدیا کې خوشی کړی و.

د شینخوا خبري اژانس ویلي، د پړانګ د چارو کارپوهان دې پرېکړې ته رسېدلي، چې ګني "اوستین" پړانګ یو له هغو درو پړانګانو څخه دی، چې ولسمشر پوتین خوشي کړي وو.

دوی وايي، اوس ډېر ګومان داسې کېږي، چې دغه پړانګ دوې وزې وژلې دي.

اړوند کسان وايي، لاهم درې وزې تري تم شوې دي.

شینخوا د یوه عیني شاهد له قوله ویلي، د دوو وژل شویو وزو پر سرونو د "پړانګ د چمبو" نښې دي.

"اوستین" پړانګ په تېر اکتوبر کې د سایبریا او چین ترمنځ پر پوله له یوه بل پړانګ سره اوښتی و.

ددغو پړانګانو پر شا د څار ځینې آلې هم نصب شوې وې.

شینخوا د وحشي ژوو د یوه کارپوه له قوله وايي، خلک باید د پړانګ په لیدو هغوی ته خواړه ورنه کړي.