ورځپاڼې: ټرمپ نن د افغانستان په اړه له خپلو امنیتي سلاکارانو سره غونډه لري

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکایۍ مجلې ایکانومېسټ لیکلي چې امریکا او طالبان یوه جوړجاړي ته ډېر نږدې ښکاري. دې لړ کې نورو امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ نن له خپلو امنیتي چارواکو او سلاکارانو سره له طالبانو سره د کېدونکي جوړجاړي په اړه غونډه کوي؛ هغه جوړ جاړی چې له مخې به یې امریکايي سرتیري له افغانستانه وتل پيلوي.
د رسنیو د راپورله مخې دا کتنه به په کمپ ډیوېډ کې کېږي او د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د دفاع وزیر، د ملي امنیت سلاکار او د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال جوزېف ډانفورډ ګډون کوي.
واشنګټن پوسټ
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې یو مطلب خپور کړی چې سرلیک یې دی، د ټاکنو او له طالبانو سره د سولې د خبرو ناڅرګندتیا افغانستان په دوو لارو کې حیران کړی.
دا ورځپاڼه د طالبانو له خوا د ټاکنو ګډوډلو ګواښ ته اشاره کوي او زیاتوي افغانان فکر کوي چې ټاکنې او یا د سولې خبرې به له ناکامۍ سره مخامخ کېږي، نو دې حالت افغانستان له یوه ناڅرګند وضعیت سره مخامخ کړی دی.خلک وايي، څه وکړي ایا ټاکنې د سولې لپاره وځنډوي؟
خو واشنګټن پوسټ لیکي:
هغه څه چې د افغانانو لپاره ډېرمهم دي هغه د افغانانو خپل منځي خبرې دي چې د واک شریکولو په اړه به په کې بحث کیږي او په دې خبرو کې ځیني لاسته راوړنې له خطر سره مخامخ دي، لکه د ښځو حقونه او ډیموکراټیک بنسټونه.
دې ورځپاڼې د هغو خلکو اندېښنو ته هم اشاره کړې چې له امریکا سره د طالبانو د ژمنو د ماتولو په اړه یې لري او وېره لري چې که طالبان د تېر په څېر واک په لاس کې واخلي نو د دوی ځاني ازادي چې اوس یې لري، له لاسه ورکړي.
نیویارک ټایمز
بلې امریکایۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د لوی قوماندان جنرال سکاټ مېلرهغو څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي یې دي، د افغان ځواکونو ملاتړ دوام لري او په دې برخه کې د دوی په ژمنتیا کې کوم بدلون نه دی راغلی.

د عکس سرچینه، Reuters
نیویارک ټایمز زیاتوي:
د افغان ځواکونو مشرتابه اندیښنه لري که امریکا او نور متحدین یې د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورنه کړي، نو دا چاره د دوی په وړتیا ناوړه اغېز وکړي.
نیویارک ټایمز وايي، بل لورته د طالبانو په مشرتابه کې هم سیاسي ستونزې د را دبره کېدو په حال کې دي. که څه هم د دې ډلې وسله والو ته د درنو تلفات له اوښتو سره -سره تردې دمه خپلې ایډیالوژۍ ته ژمن پاتې دي، خو کله چې په حکومتي واک کې د شریکېدلو جدي خبرې پيل شي، نو ښايي دا ژمنتیا پر ځای پاتې نه شي.
واشنګټن ایګزمېنر
بلې امریکایۍ ورځپاڼې واشنګټن ایګزمېنر يوه مطلب کې لیکلي چې امریکا د ترهګرۍ له خطره د ځان ژغورلو لپاره اړتیا نه لري چې په افغانستان کې پوځيان ځای پرځای کړي؛ بلکې دا چاره د استخباراتي لارو، چټکو هوايي بریدونو، کشفي عملیاتو او له نورو هېوادونو سره د استخباراتي همکاریو له لارې کېدای شي.








