د برازیل زندانونو کې اخ و ډب؛ ۴۰ بندیان وژل شوي

.

د عکس سرچینه، AFP/getty

د عکس تشریح، په یاد زندان کې دوه کاله مخکې هم پاڅون وشو چې بیا پر تاوتریخوالي واوښت او په پایله کې یې ۵۶ کسان ووژل شول.

برازیلي چارواکي وايي، ددغه هېواد امازون ولایت په ۴ زندانونو کې شخړو لږترلږه ۴۰ بندیان وژلي دي. دا پېښه د یاد ولایت په یوه زندان کې د څو ډلو ترمنځ په اړدوړ کې د ۱۵ بندیانو تر وژل کېدو یوه ورځ وروسته شوې ده.

چارواکو ویلي، د دوشنبې په ورځ‌ یې ۴۲ ځوړند شوي بندیان وموندل، خو ځینو چارواکو ویلي، ډېری بندیان د فضا د تنګېدو له کبله مړه شوي. ‌

د بندیانو ترمنځ اړدوړ او بیا نښته د یکشنبې په ګهیځ‌ کې پیل شوې وه چې لږترلږه ۱۵ بندیان پکې وژل شوي وو، ځینې په چړو وهل شوي وو خو وروسته وموندل شوه چې ځینې بندیان راځړول شوي دي.

د زندان ادارې ویلي، د بندیانو ترمنځ‌ اړدوړ یې مهار کړی او د لاملونو په اړه یې څېړنه پیل شوې ده.

د یوه بندي مور چې د خپل زوی د لیدو لپاره زندان ته تللې وه، ویلي "هلته وضعیت بشپړ ګډوډ و ټولو ورونه ټکول او شاوخوا یې منډې وهلې".

په یاد زندان کې دوه کاله مخکې هم پاڅون وشو چې بیا پر تاوتریخوالي واوښت او په پایله کې یې ۵۶ کسان ووژل شول.

د بندیانو خپلوان د امازون ولایت زندان ته د خپلوانو لیدو لپاره ورغلي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د بندیانو خپلوان د امازون ولایت زندان ته د خپلوانو لیدو لپاره ورغلي
Relatives of dead inmates at a prison complex in the Brazilian state of Amazonas, 27 May 2019

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د زندان له ودانۍ بهر د بندیانو خپلوان انتظار کوي چې د خپلوانو مړي ترلاسه کړي

د رسمي شمېرو له مخې، په برازیل کې د بندیانو شمېر تر ۷۱۲ زرو اوړي، برازیل د ډېرو بندیانو لرلو له اړه په نړۍ کې درېیم هېواد دی.

هلته ډېر کله د بندیانو د ساتلو لپاره د زندان خونې کفایت نه کويو همدا ده چې د زندان د ننه د ځینو ډلو ترمنځ‌ اخ او ډب او یا ان د وژنې پې‍ښې رامنځ ته کېږي.

په ۱۹۹۲ کال د ساو پاولو کاراندیرو زندان کې له اورپکو سره د جګړې پرمهال ۱۱۱ بندیان ووژل شول، چې ډېری یې د پولیسو په ډزو وژل شوي وو.

Police officers are seen during a riot in a prison in Brazilian state of Amazonas in Manaus, 27 May 2019

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، وسله والو ځواکونو ته امر شوی چې زندان کې خونړی اړدوړ مهار کړي