برازیل کې د تښتېدلو بندیانو لټون دوام لري

اړدوړ کې د یوه وژل شوي بندي مېرمن

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، اړدوړ کې د یوه وژل شوي بندي مېرمن

د برازیل په شمال کې پر زندان د برید او اړدوړ پرمهال لږترلږه ۵۶ بندیان وژل شوي او ګڼ نور بندیان تښتېدلي دي. پولیس وايي، د تښتېدلو بندیانو د موندلو عملیات دوام لري.

دا زندان د برازیل شمالي امازوناس ولایت په ماناوس ښار کې پروت دی، چې د چارواکو په وینا له ۷۸ تښتېدلو بندیانو یې ۴۰ بېرته نیولي دي.

پر همدې مهال، د بندیانو د کورنیو غړي په یوه سیمه ییز سړخونه کې راغونډ شوي چې د خپلو کورنیو د وژل شویو غړو مړي ترلاسه کړي. د ځینو بندیانو سرونه غوڅ شوي چې بدن یې نه پېژندل کېږي.

په یاد زندان کې د یکشنبې په ورځ اړدوړ پیل شو چې تر ۱۷ ساعتونو یې دوامن وکړ او د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېد. دا له ۱۹۹۲ کال راهیسې برازیل کې د زندان ماتېدو تر ټولو لویه خونړۍ پېښه ده.

د امازوناس ولایت د امنیت وزیر سرجیو فونټکس خبریالانو ته وویل: "دا د نشه يي توکو د قاچاق د خاموشې او بې رحمانه جګړې یو بل پړاو دی".

د زندان شاوخوا سیمه د پولیسو له خوا کلابنده شوې ده

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د زندان شاوخوا سیمه د پولیسو له خوا کلابنده شوې ده

دی وايي، ظاهراً ښکاري چې اړدوړ د یوې سیمه ییزې ډلې "د شمال کورنۍ" د غړو او د هغوی د سیالې ډلې "د لومړۍ پلازمېنې قومندانۍ" ترمنځ دی.

د اړدوړ پیلېدو پرمهال د شپږو کسانو سرونه د زندان له ودانۍ بهر ته غورځول شوي. بندیانو د دوشنبې په ورځ خپلې وسلې سپارلې او ۱۲ ساتونکي یې خوشي کړي دي.

چارواکو د زندان دېوال ته څېرمه داسې یو ژور لښتی وموند چې ویل کېږي له هماغه ځایه بندیانو ته وسلې رسېدلې دي. په زندان کې هم وسلې او یو تونل موندل شوی.

په دې انځور کې ښودل شوي چې همدلته خونړی اړدوړ پیل شوی

د عکس سرچینه، AFP/SESIP/HANDOUT

د عکس تشریح، په دې انځور کې ښودل شوي چې همدلته خونړی اړدوړ پیل شوی

پولیسو په وینو د لړل شویو او سوځېدلو کسانو انځورونه خپاره کړي چې د زندان یوې خوا ته امبار پراته دي. له اړدوړ وروسته د زندان د ننه ځینې تونلونه هم موندل شوي.

برازیل د ۶۰۰ زرو بندیانو له لرلو سره په نړۍ کې تر ټولو ډېر بندیان ساتونکی هېواد بلل کېږي.

رپوټونه وايي، د آنیسیو جوبیم په نامه زندان د ۴۵۴ بندیانو لپاره جوړ شوی، خو ۱۲۲۴ بندیان پکې ساتل کېږي.

په ۱۹۹۲ کال د ساو پاولو کاراندیرو زندان کې له اورپکو سره د جګړې پرمهال ۱۱۱ بندیان ووژل شول، چې ډېری یې د پولیسو په ډزو وژل شوي وو.

د نړۍ په کچه برازیل کې ډېر بندیان ساتل کېږي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د نړۍ په کچه برازیل کې ډېر بندیان ساتل کېږي