د برازیل زندان کې نښتې ۱۳ بندیان وژلي

د برازیل ساو لویس ښار یوه زندان د ننه د دوو ډلو ترمنځ په نښته کې لږترلږه ۱۳ بندیان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
دغه وژنې د مارانهاو ولایت ساو لویس ښار په یوه زندان کې د دوو ډلو ترمنځ د نښتې په پایله کې شوې، خو پولیس وايي، چې اوس یې وضعیت قابو کړی دی.
د پیدرینهاس دغه زندان کې اوس پولیس د ناقانونه وسلو موندلو لټون کوي.
د زندان ساتونکو ویلي، نښته په زندان کې د یوه هغه تونل تر کشفېدو وروسته شوې، چې زندانیانو د تېښتې لپاره کیندلی و.
د برازیل زندانونو کې تر اندازې ډېر زندانیان ساتل کېږي، چې ډېر کله د خطرناکو بندیانو ترمنځ نښتې پکې رامنځ ته کېږي.
د ښار یوه امنیتي چارواکي الیسیو میندیز ویلي، زندان کې اړدوړ وروسته تر هغه پیل شو، چې د زندان ادارې ته له یوه کیندل شوي تونل څخه د ۶۰ بندیانو د تېښتې د هڅې خبر ورسېد.
دوی غوښتل، چې د جمعې پر ګهیځ وختي له دې زندانه د تونل له لارې وتښتي.
دغه اداره وايي، بندیانو د زندان له هغو ساتونکوسره هم نښته کړې ده، چې زندان ته د بندیانو د ارامولو لپاره ورننوتي وو.
چارواکي وايي، ځینو بندیانو اور بل کړی و.
د بندیانو خپلوان د زندان ودانۍ مخې ته راغونډ شوي، او د پېښې د لا ډېرو جزیاتو غوښتنه کوي، او ان پر ځینو زندان ساتونکو یې د ډبرو ګوزارونه هم کړي دي.
د بندیانو ځینو خپلوانو یو شمېر بسونو ته هم اور اچولی.

د روانې میاشتې لومړیو کې، د پیدرینهاس زندان کې مخکې هم ورته نښتې شوې، چې لږترلږه درې کسان پکې وژل شوي او له یوه زنداني سر غوڅ شوی و.
همداشان، تېره میاشت یوه بل بندي، چې د تېښتې کیندل شوي تونل د روښانولو لپاره یې ګروپ لګاوه، د برېښنايي شارټ له کبله ومړ.
د برازیل د عدلیې وزیر جوزیې اډوارډو کاردوزو تېر کال ویلي وو چې د هېواد د زندانونو نظام کټ مټ د منځنیو پېړیو د زندانونو په شان دی.
چارواکي وايي، که څه هم نوي زندانونه د جوړېدو په حال کې دي، خو دوی د زندانونو د ننه د امنیت ساتلو توان نه لري؛ ځکه چې د بندیانو شمېر د زندان د ننه د لانورو ودانیزو چارو کار له خنډ سره مخامخ کړی دی.








