د برازیل ولسمشرې د کابینې بېړنۍ ناسته وربللې

برازیل
د عکس تشریح، ساو پاولو ښار ته څېرمه د ترافیکو په یوه پېښه کې یو لاریون کوونکی مړ شوی.

د برازيل ولسمشرې بېړنۍ ناسته رابللې چې د وروستي تاوتريخوالي د پای ته رسولو لپاره چې په تېرو دوو لسيزو کې بې جوړې دی، د حل لار پيدا کړي.

د برازیل په ګڼو ښارونو کې سلګونه زره نور کسان د حکومت ضد له مظاهره کوونکو سره یوځای شوي او په حکومت کې د فساد او راتلونکی کال د فوټبال د نړیوال جام د لوړو بیو ضد مظاهرې کوي.

په يو شمېر ځايونو کې مظاهره چيانو له تاوتريخوالي کار اخيستی او پوليسو يې د خورولو لپاره اوښلن غاز او ربړۍ ګولې کارولي دي.

مظاهره چيانو په پلازمېنه برازيلا کې د کانګرس پر ودانۍ او بهرنيو چارو وزارت بريد کړی دی.

ولسمشر دلما روزيف نن ناوخته بېړنۍ ناسته رابللې چې د وروستي تاوتريخوالي د پای ته رسولو لپاره چې په تېرو څو لسيزو کې يې جوړه نه وه، د حل لار پيدا کړي.

دانيل اکوسټا چې يو قانونپوه دی د دغو مظاهرو په اړه خپل نظر او د سترګو ليدلی حال په دې ټکو څرګند کړ:

"هېڅوک نه پوهېږي چې څه به کېږي، ځکه تاسو وينی چې دغه خوځښت مشر نه لري. ناڅاپه هر کس له دغه حکومته د هغو موضوعاتو په اړه شکايتونه پورته کړل چې په کې دي. زه نه پوهېږم چې دا به د نورې نړۍ له مظاهرو سره پرتله شي که نه، ځکه دا په بشپړ ډول زما لپاره نوی څېز ده. تاسو وينی موږ څوک نه استعمالوي، ځکه نو دا د برازيل خلکو لپاره بيخي نوي څه دي".

رپوټونه وايي، چې په دغو تازه مظاهرو کې تر ۸۰۰ زرو ډېرو کسانو ګډون کړی، او د برازیل لویو ښارونو واټونو ته د حکومت ضد مظاهرو کې راوتلي دي.

پر همدې مهال، ساو پاولو ښار ته څېرمه د ترافیکو په یوه پېښه کې یو لاریون کوونکی مړ شوی.

په ریو دی جنیرو ښار کې زرګونو کسانو له امنیتي ځواکونو سره شخړه کړې، خو پر مظاهره کوونکو اوښلن غاز او له غازو ډک ګرنیټونه کارول شوي.

د شمېرو له مخې، په دې ښار کې د مظاهره کوونکو شمېر ۳۰۰ زرو ته رسېدلی.

خطرناک وضعیت

د برازیل شمالي سلوادور ښار د فوټبال لوبغالي مخې ته، پولیسو د لاریون کوونکو د تیت پرک کولو لپاره ربړي مرمۍ او اوښلن غاز کارولی.

برازیل
د عکس تشریح، پولیسو ساو پاولو کې مظاهره کوونکي په اوښلن غاز او ربړي مرمیو تیت پرک کړي.

دغو لاریونونو د هېواد ولسمشره دیلما روزیف اړ کړې ده، چې جاپان ته خپل سفر لغوه کړي.

ساو پاولو کې د بي بي سي خبریال وايي، جاپان ته د ولسمشرۍ د سفر له لغوه کېدو ښکاري، چې برازیل کې وضعیت خطرناک او د وېرې وړ دی.

رپوټونه وايي، چې له پولیسو سره په تاوتریخوالي کې لږترلږه ۲۹ مظاهره کوونکي ژوبل شوي دي.

مظاهره کوونکو غوښتل، چې د ښاروال او والي دفتر ته ځانونه ورسوي، خو پولیسو یې مخه ونیوله.

پر تلوېزیون داسې انځورونه هم خپاره شوي، چې مخ پټو کسانو د ښار ګڼ دوکانونه لوټلي.