برازیل کې لسګونه زره کسان سړکونو ته وتلي

اټکل کېږي، چې د ریو جنیرو سړکونو ته نژدې یو لک کسان راوتلي وو.
د عکس تشریح، اټکل کېږي، چې د ریو جنیرو سړکونو ته نژدې یو لک کسان راوتلي وو.

د ۲۰۱۴ کال د نړیوال جام سیالیو د لګښتونو او ټرانسپورټ کرایو لوړوالي په باب د رپوټونو له خپرېدو وروسته د احتجاجونو لړ کې نژدې دوه لکه کسان د برازیل د لویو ښارونو سړکونو ته وتلي.

تر ټولو لویه احتجاجي غونډه په ریو دې جنېرو کې وه، چې نژدې یو لک کسانو په یوه سوله یییز لاریون کې برخه واخیسته.

پلازمېنه برازیلیا کې خلک له امنیتي خنډونو واوښتل او د دغه هېواد د ملي اسمبلۍ ودانۍ چت ته وختل.

د احتجاج دغه لړۍ د تېرو ۲۰ کلونو په اوږدو کې تر ټولو لویه بلل کېږي. د چارواکو په وینا د احتجاج لړۍ له هغه وروسته پیل شوه، چې د روانې جون میاشتې په دویمه ساوپاولو ښار کې د ښاري بسونو کرایه زیاته شوه.

د چارواکو په وینا د کرایې زیاتوالی د انفلاسیون پر تله لږ دی.

ساوپالو کې د بي بي سي خبریال ګاري ډوپې وايي دغه هېواد کې، چې ژر به د نړیوال جام او اولمپیک لوبو کوربه توب وکړي، ډېر کسان شکایت کوي، چې د روغتیا او پوهنې پرتله خورا ډېرې پېسې دې لړ کې ضایع شوې دي.

پر سیاسیونو هم د خپلوۍ پالنې او فساد تورونه لیګېدلي دي.

په ټول کې دغه احتجاج سوله ییز وو.
د عکس تشریح، په ټول کې دغه احتجاج سوله ییز وو.

له ساوپالو نه د بي بي سي جولیا کارنېرو خپل رپوټ کې وايي، مظاهرینو لوحې له ځانه سره درلودې، چې په یوه داسې لیکلي وو( خلک اوس وېښ شوي)

اټکل کېږي، چې د ریو جنیرو سړکونو ته نژدې یو لک کسان راوتلي وو، دوی پولیس په کاڼو ووېشتل، چې په پایله کې پنځه افسران ټپیان شول، یوه ګاډي ته یې اور ورته وکړ او د ملي اسمبلۍ ودانۍ یوه برخه کې یې لږ اور بل کړ.

خو په ټول کې دغه احتجاج سوله ییز وو. پولیسو د مظاهرینو خپرولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز، د مرچو اوبه او ربړین مردکي وکارول.