لومړنى افغان فوټبالر په برازيل کې ولوبېدۀ

د شگو په سر يا د سمندرغاړې فوټبال لوبې په افغانستان کې ډيرې عامې نه دي خو ملي لوبډلې يې په د جنوري په مياشت کې ښې سيالۍ وکړې او ځينو لوبغاړو ته يې د نړيوالو کلبونو ورپام شول.
په دغو لوبغاړو کې يو هم حضرت گل باران و چې د برازيل د ساو پاولو يوۀ کلب په نړيوالو لوبو کې وليد، خوښ يې کړ او اوس ورسره د برازيل په ليگ لوبو کې لوبيږي.
د افغان لوبيزو چارواکو په وينا ٢٥ کلن باران خپله لومړنۍ لوبه تېره اوونۍ په برازيل کې وکړه.
حضرت گل باران په تېره جنوري کې د افغانستان د ملي لوبډلې له خوا په قطر کې د نړيوالو اتلوليو د غوراوي په لوبو کې ښه وړتيا ښوولې وه.
افغان لوبيز چارواکيو ځايي رسنيو ته ويلي چې حضرت گل باران ته فرانسوي او ايراني کلبونو هم د لوبې بلنه ورکړې وه، خو دۀ برازيل غوره وبالۀ.
اوس حضرت گل باران د شگو په سر فوټبال لوبو کې لومړنى افغان لوبغاړى دى چې په کوم بهرني کلب کې لوبيږي.
افغان لوبيز چارواکي وايي په برازيل کې د حضرت گل باران لوبې به د دۀ وړتيا لا ډېره کړي او استعداد به يې وغوړوي.
دوى هيله من دي چې د باران دغه تجربه به د افغانستان له ملي لوبډلې سره هم مرسته وکړي.
د روان ميلادي کال په جنوري مياشت کې افغانستان په قطر کې د نړيوالو اتلوليو د غوراوي په لوبو کې بريالى نه شو.
د شگو په سر د افغانستان د فوټبال لوبډلې لومړنۍ لوبه له قطر سره وه چې افغانانو اووه په درې وگټله.
خو له عمان، استراليا او بحرين يې سيالۍ وبايللې او د ١٦ هېوادونو په هغو لوبو کې يې ١١ دريځ خپل کړ.
د شگو په سر د فوټبال نړيوالې اتلولۍ په هرو دوو کلونو کې يو وار ترسره کيږي.
په ٢٠١١ کال کې روسيې دغه اتلولۍ گټلې وې او برازيل په کې دويم شوى و.








