د برازیل د زندان اړدوړ کې '۲۵ بندیان وژل شوي'

د برازیل زندانونو کې شاوخوا ۶۶۰ زره کسان بندیان دي، چې په نړیواله کچه د ډېرو بنديان لرونکو هېوادونو څلورم ځای یې خپل کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د برازیل زندانونو کې شاوخوا ۶۶۰ زره کسان بندیان دي، چې په نړیواله کچه د ډېرو بنديان لرونکو هېوادونو څلورم ځای یې خپل کړی.

د برازیل سیمه ییزې رسنۍ وايي، د دغه هېواد په شمال کې د یوه زندان د ننه د بندیانو د دوو ډلو ترمنځ اړدوړ او نښته کې لږترلږه ۲۵ بندیان وژل شوي.

د پولیسو یوه مشر ویلي، په وژل شویو کې د ۷ کسانو سرونه غوڅ کړل شوي او ۶ نور کسان سوځول شوي دي.

پېښه د برازیل رورایما ولایت د مرکز بوا ګیزتا ښار په زندان کې د بندیانو د لیدنې پرمهال رامنځ ته شوې ده.

رپوټونه وايي، د بندیانو هغه ۱۰۰ زیارت کوونکي، چې یرغمل نیول شوي وو، خوشي شوي دي.

د برازیل د پولیسو مشر لوفکنر ویریرا وايي، اړدوړ هغه مهال پېښ شو، چې ځینو بندیانو د نورو بندیانو بلاک ته سر وکړ.

یوه عیني شاهد ویلي، بندیانو چړې او لرګي لرل.

رپوټونه وايي، په یاد زندان کې ۱۴۰۰ کسان بندیان وو، حال دا چې دا زندان یوازې د ۷۴۰ بندیانو لپاره جوړ شوی و.

د برازیل زندانونو کې شاوخوا ۶۶۰ زره کسان بندیان دي، چې په نړیواله کچه د ډېرو بنديان لرونکو هېوادونو څلورم ځای یې خپل کړی.

رپوټونه وايي، په یاد زندان کې ۱۴۰۰ کسان بندیان وو، حال دا چې دا زندان یوازې د ۷۴۰ بندیانو لپاره جوړ شوی و.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، رپوټونه وايي، په یاد زندان کې ۱۴۰۰ کسان بندیان وو، حال دا چې دا زندان یوازې د ۷۴۰ بندیانو لپاره جوړ شوی و.

خبریالان وايي، په زندانونو کې د بندیانو ډېره ګڼه ګوڼه وي، خو اساسي او لومړنۍ اړتیاوې یې پکې نه پوره کېږي، همدا ده چې ځینې وخت بندیانو جرمي پېښو ته لاس اچوي.