د برازیل په جنوب کې پولیس وايي دوی نهه تنه یرغمل له وسله والو غدیو ژغورلي چې د شنبې په ورځ یې د قیمتي ډبرو له فابریکې څخه د غلا په هڅه کې تر ناکامېدو وروسته یرغمل کړي وو.
سلګونه کسانو د کاټیپورا ښار په مرکزي ډګر کې ددغې ژغورنې لمانځنه وکړه. دا لا نه ده روښانه چې فراري وسله وال نیول شوي که نه.
د غدۍ درې غړي چې ویل کېږي مشر یې هم په کې دی، په فابریکې کې له پولیسو سره د ډزو پر مهال وژل شوي دي.












