تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د برازیل زندانونو کې اخ و ډب؛ ۴۰ بندیان وژل شوي
برازیلي چارواکي وايي، ددغه هېواد امازون ولایت په ۴ زندانونو کې شخړو لږترلږه ۴۰ بندیان وژلي دي. دا پېښه د یاد ولایت په یوه زندان کې د څو ډلو ترمنځ په اړدوړ کې د ۱۵ بندیانو تر وژل کېدو یوه ورځ وروسته شوې ده.
چارواکو ویلي، د دوشنبې په ورځ یې ۴۲ ځوړند شوي بندیان وموندل، خو ځینو چارواکو ویلي، ډېری بندیان د فضا د تنګېدو له کبله مړه شوي.
د بندیانو ترمنځ اړدوړ او بیا نښته د یکشنبې په ګهیځ کې پیل شوې وه چې لږترلږه ۱۵ بندیان پکې وژل شوي وو، ځینې په چړو وهل شوي وو خو وروسته وموندل شوه چې ځینې بندیان راځړول شوي دي.
د زندان ادارې ویلي، د بندیانو ترمنځ اړدوړ یې مهار کړی او د لاملونو په اړه یې څېړنه پیل شوې ده.
د یوه بندي مور چې د خپل زوی د لیدو لپاره زندان ته تللې وه، ویلي "هلته وضعیت بشپړ ګډوډ و ټولو ورونه ټکول او شاوخوا یې منډې وهلې".
په یاد زندان کې دوه کاله مخکې هم پاڅون وشو چې بیا پر تاوتریخوالي واوښت او په پایله کې یې ۵۶ کسان ووژل شول.
د رسمي شمېرو له مخې، په برازیل کې د بندیانو شمېر تر ۷۱۲ زرو اوړي، برازیل د ډېرو بندیانو لرلو له اړه په نړۍ کې درېیم هېواد دی.
هلته ډېر کله د بندیانو د ساتلو لپاره د زندان خونې کفایت نه کويو همدا ده چې د زندان د ننه د ځینو ډلو ترمنځ اخ او ډب او یا ان د وژنې پېښې رامنځ ته کېږي.
په ۱۹۹۲ کال د ساو پاولو کاراندیرو زندان کې له اورپکو سره د جګړې پرمهال ۱۱۱ بندیان ووژل شول، چې ډېری یې د پولیسو په ډزو وژل شوي وو.