'دوې ځوانې ښځې چې د یو بل مرګ ته ناستې وې'

د عکس سرچینه، ALIN GRAGOSSIAN
آلین ګراګوسیان ۳۱ کلنه وه چې د هغې کورنۍ یو لیک یې تر لاسه کړ چې څو میاشتې وړاندې یې دې ته یو وار بیا ژوند (زړه) ورکړې و، نو کله چې الین د هغوی دا لیک لوست په وجود یې لړزه راغله.
هغې به ویل" له روغتون نه زنګ راغی چې ډالۍ در کوونکې کورنۍ درته لیک لیکلی، نرس راته وویل که غواړې همدا اوس یې درته سکن کړم او درته یې ولېږم، خو ما ونه غوښتل ځکه هېڅ ورته تیاره نه وم."
دوه درې ورځې وروسته ورته لیک ورسېد، آلین ویل کله چې د ځوانې "ښایسته" مېرمن چې د دې ژوند یې ژوغورلی و لیک یې لوست، نو ژړا ورسره نوره نه تم کېده.
"تل به مې په ذهن کې دا راتلل چې ډالۍ راکوونکې به هم یوه انسانه وه، خو کله مې چې د هغې په اړه داستان ولوست هر څه یو بل ډول رامخ ته شول. زړه مې تلو او راتللو. موږ له یو بل سره یو ډول و. موږ دوه ځوانې ښځې وو چې د څارنې په دوو جلا مرکزونو کې وېدېدو او د دې په تمه وو چې ووینو کومه یوه ژر مرو".
آلین دې لیک ته په اشاره په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي دي او وعده یې کړې چې له نوي زړه نه به" په ښه ډول" ګټه پورته کوي او په پای کې یې لیکلي "له تاسو له زړه مننه کوم".

د عکس سرچینه، ALIN GRAGOSSIAN
آلین د فېلادلفیا اوسېدونکې ده او د څارنې په برخه کې تخصص کوي د عاجلې څانګې په برخه کې په کار بوخته ده.
د هغې په وینا" له دې وړاندې به کله چې یو څوک په روغتون کې ومړ نو دې به د بدن د غړو د ورکړې له برخې سره اړېکه نیوله".
آلین له دې وړاندې دغه کورنۍ ته یو لیک لیکلی و، خو په دې ونه پوهېده چې هغه لیک به هغوی ته رسېدلی وي او که نه.
په متحده ایالاتو کې هغه څوک چې د بدن غړی بل ته ورکوي هغه وخت یې معلومات اخیستونکي ته ورکول کېږي چې کورنۍ یې وغواړي او یا د اړیکې په برخه کې سلا وي.
خو دغه لړۍ په ټولو ځایونو کې یو ډول نه ده، خو د غړو د پیوند مرکزونو د هغه کورنیو چې غړي ورکوي او هغوی چې اخلي یې ترمنځ یو پل رامنځ ته کړی دی.

د عکس سرچینه، ALIN GRAGOSSIAN
د امریکا په متحده ایالتونو کې د بدن د غړو د ورکړې شبکه خلک دې ته هڅوي چې خپل هویت د اړيکو پر مهال پټ وساتي.
آلین چې د مستقیمې اړيکې لپاره کومه لار نه لرله، نو تصمیم یې ونیوه چې په خپله شخصي وېبپاڼه د ډالۍ ورکوونکي په اړه ولېکي: "زه او ته سره ډېر نژدې و او زیات څه مو سره مو سره د وینې
په څېر ګډ و، کولی مو شول یو بل ته نژدې دوستان اوسو. خو په یوه عجیبه نقطه کې یو بل ته ورسېدو. ستا د ژوند په وروستیو، زما د ژوند په لومړیو کې، ستا د ژوند په بد وضعیت کې او زما د ژوند په ښه وخت کې" عجیبه ده.
آلین وایي د کورنۍ په غوښتنه یې بې له دې چې سره و پیژنو هغوي احترام کوي او ټوله هڅه یې کړې تر څو محتویات ښکاره نه شي.

د عکس سرچینه، LYNETTE HAZZARD
په همدې حال کې وايي هيله منه ده چې دغه کورنۍ یې ځواب وویني او د حق پېژندنې له حس نه خبره شي.
د نوادا اوسېدونکی لینت هزارد د دې پېښې په بل اړخ کې قرار لري او له هغې کورنۍ سره پېژنې چې آلین ته یې زړه ډالۍ کړې و.
د لینټ زوی جاسټن په ۲۰ کلنې کې ومړ. هغه څو کاله ناروغ و او خپلې کورنۍ ته یې ویلي په دې خوښ دې چې د بدن غړي یې نورو ته ورکړي.
کله چې جاسټن ومړ، معلومه شوه چې د هغه زړه، پښتورګي او ګوردې یې له هغه څلورو د ده ورته غړو ته اړتیا لري.

د عکس سرچینه، Alamy
لینټ دې څلورو واړو کسانو ته لیک لېکلي و چې د دې د زوی غړي یې تر لاسه کړې و او په جدي ډول د هغو تویټونو تر تاثير لاندې راغلي وه چې آلین په خپل پیغام کې د ډالۍ له ورکړې مننه او د مینې نه ډک احترام ليکلی و.
لینټ وايي" میاشتي تېرې شوې تر څو وکولی شم یو څه وليکم، خو د ليکلو لپاره مې وړ کلمې پېدا نه کړې. د زوی ستاینه مې به یوه وړ لیک کې سخت و. غوښتل مې ډاډه شم چې هغوی وپوهیږي هغه یو قوي، صمیمي او مهربانه انسان و. غوښتل مې یقین تر لاسه کړم چې هغوی وپوهیږي زوی یې څومره له نورو سره د مرستو لېوال و او حتی له مرګ وروسته یې هم همدا ارمان لاره".
هغه وايي، د زوی له مرګ وروسته یې له نورو سره د هغه د بدن د غړو مرسته په دې معنا ده چې د هغه یاد پاتې شي.
"داسې انګېرم چې هغه لا هم ژوندی دی او د نورو په وجود کې ژوند کوي. هيله منه یم هغه څلور کسان چې د دې د زوی د بدن غړي یې په ژوند کې مرسته کوي هېڅکله ژوند بې ارزښته ونه ګڼي.








