د تایلنډ پاچا د خپل شخصي امنیت مرستیالې سره واده وکړ

د عکس سرچینه، Reuters
د تایلنډ د شاهي کورنۍاعلامیه وايي، د دغه هېواد پاچا د خپل شخصي امنیت د مالوماتو مرستیالې سره واده وکړ او هغې ته یې د ملکې نوم ور کړ.
دا ناڅاپي اعلان د شنبې په ورځ د نوموړي د شاهي تاج له پسرولو مخکې دی چې ور سره یې دریځ نور هم ځواکمنېږي.
۶۶ کلن پاچا ماها وجیرا لانګ کورن پر ۲۰۱۶ کال د خپل پلار له مرګ وروسته واکمن شو.
نوموړي له دې مخکې درې ځلې واده او طلاق کړی او اوه ماشومان لري.
د شاهي کورنۍ بیان کې راغلي: "پاچا پرېکړه کړې چې جنراله سوتیدا وجیرا لانګ کورن نا اي دیان خپله شاهي مېرمنه کړي چې ملکه سوتیدا شي او هغه به شاهي نوم او حیثیت ولري او د شاهي کورنۍ برخه به شي".
ملکه سوتیدا له ډېر وخت راهیسې د پاچا وجیرا لانګ کورن د ژوند شریکه ده او له ډېرو کلونو راهیسې په غونډو کې ور سره لیدل کېږي، خو تراوسه یې دې اړیکو رسمیت نه درلود.

د عکس سرچینه، EUROPEAN PHOTOPRESS AGENCY
د واده مراسمو ویډیو د چارشنبې په ورځ ناوخته تایلینډي تلوېزون خپره کړه چې پکې د شاهي کورنۍ نور غړي او د ماڼۍ سلاکاران هم ښکارېدل.
دې مراسمو کې پاچا د ملکې سوتیدا په سر سپېڅلې اوبه اچوی او بیا دا جوړه د نکاح لیک کتاب لاسلیکوي.
سوتیدا تیدجي د تایلنډ هوايي کرښې یوه الوتکه کې خدمتګاره وه، خو وجیرا لانګ کورن پر ۲۰۱۴ کال د خپل شخصي امنیت د څانګې مرستیال قومندانه وټاکله او د ۲۰۱۶ کال ډیسمبر کې یې پوځي جنراله کړه.
پخواني پاچا بهومیبول ادولیدجي پر ۲۰۱۶ کال تر مړینې پورې د ۷۰ کلونو پاچایۍ سره نړۍ کې د خورا ډېرې پاچایۍ کولو نوم وګاټه.








