تایلنډ کې د نوي قانون طرحه رد شوه

د ملي اصلاحاتو شورا چې ۲۴۷ غړي لري، له ۱۳۵ رایو سره له دغه طرحې سره مخالفت وکړ.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، د ملي اصلاحاتو شورا چې ۲۴۷ غړي لري، له ۱۳۵ رایو سره له دغه طرحې سره مخالفت وکړ.

تایلنډ د اصلاحاتو ملي شورا د نوي اساس قانون له طرحې سره مخالفت وکړ.

په تایلنډ کې د پوځي واکمنانو لخوا ټاکل شوې شورا د تېر کال له کودتا وروسته د تدوین شوي لانجمن اساسي قانون له طرحې سره مخالفت کړی.

د تایلنډ اردو له څو میاشتو سیاسي ناکراریو وروسته د دغه هېواد پوځي او منتخب دولت له چارو لرې کړ او د دغه هېواد کنټرول يې په خپل لاس کې واخیست.

د ملي اصلاحاتو شورا چې ۲۴۷ غړي لري، له ۱۳۵ رایو سره له دغه طرحې سره مخالفت وکړ.

د قانون دغه طرحه له ډېرو نیوکو سره مخ شوه په ځانګړي ډول هغه ماده یې چې پر اساس یې یوه ۲۳ کسیزه ډله د ،ملي بحران، پر مهال د هېواد چارې په لاس کې اخلي.

د عکس سرچینه،

د خبریالانو پر وینا وړاندې شوې طرحه په بېلا بېلو برخو کې د سیاسي ډلو لخوا تر نیوکو لاندې راغلې.

د رپوټونو پر بنست اوس باید یوه نوې کمېټه د نوي قانون طرحه تدوین کړي چا دا بدلون په دغه هېواد کې د ټاکنو د څنډولو په معنی ده.

نوې کمېټه ۱۸۰ورځې وخت لري چې نوې طرحه ولیکي او د ملي پوښتنې ته وړاندې کړي.

د عکس سرچینه، Reuters